کورپاڼه / جالب / د نړۍ د ختمېدو او د قیامت په اړه یو بله خطرناکه وړاندوینه

د نړۍ د ختمېدو او د قیامت په اړه یو بله خطرناکه وړاندوینه

ددې نړۍ د ختمېدو او د قیامت د راتګ په اړه له دې وړاندې هم ډېرې وړاندوینې شوي، خو تر اوسه پورې یې یوه هم نه ده رښتیا شوې او په همدې لړ اوسمهال یو یوه بله وړاندوینه هم شوې ده.

ددې وړاندوینې له مخې چې د انجیل یو پراګراف د حوالې په ډول راوړي، ویل کېږي چې دغه نړۍ به په ۲۰۶۱ کال له منځه ولاړه شي او قیامت به شي.

دوی وایي چې دا به داسې ورځ وي چې د (هیلي) په نوم یو لکۍ لرونکی ستوری له ځمکې سره په ډېره لږه فاصله کې تېر شي او له دې وړاندې دغه ستوری یا سیاره په ۱۹۸۶ کال له ځمکې سره په لږه فاصله کې تېره شوې وه.

ویل کېږي کله چې دغه سیاره ځمکې ته نږدې تېره شي نو پر ځمکه به د فضایي ډبرو وېروونکی باران شي او پخپله به هم له ځمکې سره وجنګېږي او په دې سره به پر ځمکه ژوند له منځه ولاړ شي.

د ددوی پر وینا دغه سیاره لس کیلومیتره اوږدوالی او پنځه کیلومیتره پلنوالی لري او دومره حجم لري که چېرته له ځمکې سره ولګېږي نو د ژوند آثار به له منځه یوسي.

څو کاله وړاندې د یو انستیتیوټ شاګرد د ځمکې پر شاوخوا د لکۍ لرونکو څېړنه وکړه او خپل استاد یې ترې خبر کړ، چې بیا وروسته یو ډلې څېړنې ترسره کړې او له څېړنو وروسته یې وویل چې د ۲۰۶۱ کال د میي په لسمه به د (هیلي) سیاره له ځمکې سره ټکر شي.

د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې ناسا ادعا کړې وه چې تر راتلوونکو سلو کلونو پورې ځمکې ته کوم خطر نه پېښېږي.

دا هم ولولئ

د هغه فیل ویډیو خپره شوه چې د کرکټ لوبه کوي

کرکټ یوه داسې لوبه ده چې په ټوله نړۍ کې ډېر مینوال لري او د …