کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / چین د ډیجیټل کرنسیو یا اسعارو وړاندې کولو ته نږدې دی

چین د ډیجیټل کرنسیو یا اسعارو وړاندې کولو ته نږدې دی

له نن څخه زرګونه کاله وړاندې کله چې په ټوله نړۍ کې سکې او اشرفۍ د پیسو په ډول کارېدې، چین وتوانید چې کاغذي کرنسي یا اسعار رامنځته کړي او اوس همدغه هیواد غواړي چې د لومړي ځل لپاره داسې ډیجیټل کرنسي رامنځته کړي چې له مرکزي بانک څخه به کنترولېږي او په همدې ډول به پر نړۍ د امریکا اقتصادي واکمني پای ته ورسوي.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې ویل کېږي چې کریډیټ کارتونه او د تادیاتو د اپلیکیشنو په مرسته د پیسو لېږدونه یو څه مجازي شوې، خو چین غواړي چې ټول پام یې ډیجیټل کرنسۍ یا اسعارو ته وي.

کرپټو کرنسیو لکه بټ کواین د نغدو پیسو ډیجیټل راتلوونکې ته اشاره کړې، خو دا او دې ته ورته ډیجیټل کرنسۍ د دودیز نړیوال مالي سیستم برخه نه ګڼل کېږي او نه هم له حکومتونو له لوري قانوني ملاتړ لري.

چین د داسې ډیجیټل کرنسۍ په فکر کې دی چې له مرکزي بانک څخه به کنترولېږي یعنې نوې برښنایي کرنسي به رامنځته کړي او د ډیجیټل یوآن په مرسته به د چین حکومت د بټ کواین د زړه راښکون مخنیوی هم وکړي.

اوسمهال په ټوله نړۍ کې د مرکزي بانکونو په ګډون د چین د خلکو بانک (PBOC) په دې هڅه کې دی چې ډیجیټل کرنسۍ رامنځته کړي، چې په دې سره به د تادیاتو خدمتونه چټک او توکي به ارزانه شي.

ویل کېږي چې ذکر شوی بانک له ۲۰۱۴ راهیسې د ډیجیټل یوآن پر پروګرام کار کوي، چې د کاغذي روپیو په بدیل ډول به ډیزاینېږي. چین له ډېرې مودې په دې هڅه کې دی ترڅو د ډالرو بدیل رامنځته کړي، چې ډیجیټل یوآن به ورسره تر یوه حده مرسته وکړي.

دا هم ولولئ

سامسنګ به خپل نوی موبایل کله خرڅلاو ته وړاندې کړي؟

د یو بهرني خبري آژانس د ادعا له مخې ویل کېږي چې د ټیکنالوژۍ مشهور …