کورپاڼه / هنر او کلتور / فلسطیني فلم (دی پریزنټ) د غوره لنډ فلم جایزه وګټله

فلسطیني فلم (دی پریزنټ) د غوره لنډ فلم جایزه وګټله

د فلسطیني فلم جوړونکی فراح نابلسي لنډ فلم (دی پریزنټ) ته د انګلستان د فلمي او تلویزوني هنرونو اکاډمۍ (بافټا) له لورې د غوره لنډ فلم جایزه ور کړل شوه.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د فراح نابلسي ذکر شوي فلم د (اي لیش، لیزارډ، لکي بریک او کروي) فلمونو ته ماتې ورکړه او لومړی مقام یې ترې ونیو.

ویل کېږي چې د (دی پریزنټ) دغه فلم د یوسف او د هغه د لور یاثمین پر کېسه راڅرخي، چې مشهور فلسطیني اداکار صالح باکري ور پکې د یوسف او ځوانې اداکارې مریم کانج د یاثمین رول ادا کړی دی.

دغه فلم روان کال د آسکر د جایزې لپاره هم نوماند شوی، چې. د ډاګ رولینډ د (فیلینګ ترو)، ایلویرا لینډ د (دی لیټر روم)، د ټارون فري (ټو ډسټنټ سټرینجرس) او د ټومر سوشان د (وایټ اي) له فلمونو سره به سیالۍ ته وړاندې شي.

یاده دې وي چې بافتا جایزه هر کال د انګلستان د فلمي او تلویزوني هنرونو د اکاډمۍ له لورې غوره فلمونو ته ورکول کېږي.

دا هم ولولئ

دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

رسامي د نړۍ په کچه د میلونونو په شمېر مینوال لري، خو له امریکا څخه …