د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د روژې مبارکې مياشتې له رارسېدو سره سم خپل يو پخوانى عکس په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى دى، چې د عمرې پر مهال يې اخيستى و.
دا عکس چې نوموړي په ټويټر کې خپور کړى دى، سپين کالي يې په تن دي او سپين څادر يې هم له سر نه تاو کړى دى، چې ډېر ښکلى پکې ښکاري.
راشد خان له دې عکس سره ليکلي دي، چې په دې مياشت (روژه) کې چې هر ښه کار وکړئ، الله ج يې په ٧٠ باندې حسابوي. همدا راز د روژې مبارکي يې هم مسلمانانو ته ورکړې ده.
Whoever does something good this month , Allah multiplies it by 70. RAMADAN MUBARAK 🌙 🤲🏻🤲🏻 pic.twitter.com/aInL07EuzQ
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) April 12, 2021
راشد خان چې اوسمهال په هند کې دى، په اى پي ايل سياليو کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، چې پرون يې هم تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړه او د ٢٤ منډو په بدل کې يې ٢ لوبغاړي وسوځول.
د يادولو وړ ده چې تراوسه پورې د سبانۍ روژې په اړه په رسمي ډول اعلان نه دى شوى، خو نن د شعبان ٣٠مه نېټه ده او سبا به د روژې مبارکې لومړۍ ورځ وي.