کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پريټي لوبډله نن لومړۍ لوبه ترسره کوي
کريس ګيل او پريټي زنټا

د پريټي لوبډله نن لومړۍ لوبه ترسره کوي

د هندي فلمونو د مشهورې اداکارې پريټي زنټا لوبډله پنجاب کنګز نن په روان ليګ کې خپله لومړۍ لوبه د راجستان رايلز لوبډلې سره ترسره کوي.

دا د اى پي ايل څلورمه لوبه ده، چې راجستان رايلز يې پچه وګټله او لومړى يې پنجاب کنګز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

راجستان رايلز خپل لوبډلمشر سنجو سمسون ټاکلى دى، چې په لومړي ځل د يوې اى پي ايل لوبډلې لوبډلمشري کوي. له نوموړي څخه د راجستان لوبډلې ډېرې هيلې دي.

د راجستان رايلز ١١ کسيز نوملړ: جاس بټلر (ويکټ ساتونکى)، منان ووهرا، بين سټوکس، سنجو سمسون (لوبډلمشر)، ريان پرګ، شيوام ډوبى، راهول ټيواټيا، کريس موريس، شرياس ګوپال، چيتن سکاريا او مستفيظ الرحمان.

د پنجاب کنګز ١١ کسيز نوملړ: لوکيش راهول (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، ماينک اګروال، کريس ګيل، نيکولاس پوران، ديپک هودا، شاه رخ خان، جهي ريچارډسن، ايم اشوين، ريلي ميريډټ، محمد شامي او ارشديف سينګ.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …