کورپاڼه / اسلام / هند کې د روژې مياشت ونه ليدل شوه، هلته به روژه بله ورځ وي
د روژې مياشت

هند کې د روژې مياشت ونه ليدل شوه، هلته به روژه بله ورځ وي

په هند کې د روژې مياشت نه ده ليدل شوې او ويل کېږي، چې هلته به د روژې لومړۍ ورځ سبا نه بلکې بله ورځ، د اپريل په ١٤مه نېټه وي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، نن ماښام د هند په بېلا بېلو برخو کې عالمانو او عامو مسلمانانو د روژې مياشت ليدلو هڅه وکړه، خو مياشت چا ونه ليدله.

په راپور کې ويل شوي دي، چې په بنګلورو کې د رويت هلال کمېټې ناسته اوس هم روانه ده او رسمي اعلان به تر ناستې وروسته وشي، خو کوم شهادت تراوسه پورې نه دى ترلاسه شوى.

د يادې کمېټې يو غړي مولانا صغير احمد رشادي رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې دوى د هېواد له يوې برخې هم تراوسه پورې د مياشتې ليدلو کوم شهادت نه دى ترلاسه کړى.

د يادولو وړ ده چې نن د شعبان ٣٠مه نېټه ده او سبا د سه شنبې په ورځ به د روژې لومړۍ ورځ وي، خو تراوسه پورې سعودي عربستان او همدا راز افغانستان کې رسمي اعلان نه دى شوى.

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …