کورپاڼه / خپلواک / سيمونز: افغان لوبډله پياوړې ده، خو موږ هم قوي پلان لرو
مجيب الرحمان او پيل سيمونز

سيمونز: افغان لوبډله پياوړې ده، خو موږ هم قوي پلان لرو

خپلواک وېبپاڼه (١ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان پخوانى او د ويسټ انډيز اوسنى روزونکى پيل سيمونز وايي، چې افغان لوبډله يوه پياوړې لوبډله ده، خو موږ هم ورته قوي پلان جوړ کړى دى.

پيل سيمونز چې تر ٢٠١٩ نړيوال جام پورې د افغانستان ملي لوبډلې مشر روزونکى و، له نړيوال جام پاى ته رسېدو وروسته يې له افغانستان کرکټ بورډ سره هم دنده پاى ته ورسېده او کرکټ بورډ ورسره قرارداد ته دوام ورنکړ. نوموړى په وروستيو کې د ويسټ انډيز ملي لوبډلې روزونکى وټاکل شو.

پيل سيمونز په خپله وروستۍ مرکه کې ويلي دي، چې په اوږو يې درلوند مسووليت پروت دى او غواړي هغه څه وکړي چې د اوس لپاره ورته اړين دي. نوموړى وايي چې د روزونکي په حېث يو لوى هدف لري او غواړي چې د دوى لوبډله (ويسټ انډيز) دوامداره ګټونکې لري.

هغه د افغانستان پر وړاندې لوبلړۍ د ځان لپاره په دې ښه وګڼله، چې وايي د دغه لوبډلې مشر روزونکى پاتې شوى دى او په هر څه ورسره پوره بلد دى، هغه همدا راز زياتوي، چې افغان لوبډله پياوړې لوبډله ده او کولاى شي سيالو لوبډلو ته ماتې ورکړي، خو په وينا يې، چې دوى هم ورته قوي پلان جوړ کړى دى.

هغه وايي، چې ښايي افغانستان په خپل کوربه توب د ويسټ انډيز پر وړاندې ښې لوبې وکړي او زموږ لپاره به هم اسانه نه وي، هغه وايي چې موږ د هر څه لپاره چمتو يو، چې په لوبه کې به ورسره مخ کېږو.

پيل سيمونز وايي، چې افغانستان چې دوه ځلې ويسټ انډيز ته ماته ورکړه، نو دى د افغانستان لوبډلې روزونکى و، خو اوس وايي چې د ويسټ انډيز لوبډلې روزونکى دى او دا ځل بايد چې هر څه برعکس وويني.

د يادولو ده چې افغانستان او ويسټ انډيز په هند کې درې يو ورځنۍ، درې شل اوريزې او يوه ټېسټ لوبه لري، چې د نومبر په ٦مه نېټه به پيل او د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …