کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان د سويلي افريقا لوبډلې ته ١٤١ منډې هدف وټاکه
محمد حفيظ

پاکستان د سويلي افريقا لوبډلې ته ١٤١ منډې هدف وټاکه

په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې پاکستاني توپوهونکي ونه توانېدل چې ښه توپوهنه ترسره کړه او د سويلي افريقا لوبډلې ته يې د ١٤١ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه په جوهانسبرګ کې ترسره کېږي، چې لومړى پاکستان پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

پاکستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې بابر اعظم ٥٠، محمد حفيظ ٣٢، حېدر علي او حسن علي ١٢-١٢ منډې وکړې.

د پاکستان دواړه پيليز توپوهونکي ډېر ژر وسوځېدل، چې محمد رضوان په لومړي توپ په صفر او ورپسې شرجيل خان بيا په ٨ منډو وسوځېدل، چې د پاکستان توپوهنه هم ورسره کمزورې شوه.

د سويلي افريقا له خوا جارج لينډي او ليزاد ويليمس ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٣-٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز تبرېز شمسي او سيساندا مګالا هم ١-١ ويکټ واخيستې.

د سويلي افريقا لوبډلې د ١٤١ منډو په هدف توپوهنه پيل کړې ده، چې په ٢.٥ اورونو کې يې ٢٠ منډې کړې دي خو تراوسه پورې يې کومه ويکټ له لاسه نه ده ورکړې.

دا هم ولولئ

عبدالرزاق

د پاکستان پخوانی کرکټر عبدالرزاق هم په کورونا اخته شوی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی عبدالرزاق هم په کورونا ویروس اخته شوی …