کورپاڼه / جالب / دا سړى ولې د برق پايې ته ختلى؟ دا ځل خبره د واده نه، بلکې…
د برېښنا پايې ته ختلى سړى

دا سړى ولې د برق پايې ته ختلى؟ دا ځل خبره د واده نه، بلکې…

مخکې ډېرې داسې پېښې شوې دي، چې ځينې ځوانان د واده نه کولو له امله د برق يا برېښنا پايو ته ختلي و او له کورنۍ څخه يې غوښتنه کړې وه، چې واده ورته وکړي، خو دا ځل يو کس د بلې وجې له امله د برق پايې ته ختلى دى.

دا سړى چې د هند په تلنګانه ايالت کې ژوند کوي، واده يې کړى دى، خو کيسه دا ده چې ښځه يې نه غواړي چې له دې سړي سره په کور کې واوسېږي.

دا سړى له دې امله دې پايې ته ختلى دى چې خپله ښځه رضا کړي تر څو له هغې سره واوسېږي، دې د ځان راغورځولو اخطار هم کړى و، خو بېرته روغ جوړ له دې پايې راکوز کړاى شوى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، دا سړى سريش نومېږي، چې ښځې ورسره په يو کور کې د اوسېدو څخه انکار کړى و او غوښتل يې چې ترې لاړه شي.

دا سړى چې په منچريال ولسوالۍ کې ژوند کوي، د خپلې ښځې په اړه يې پوليسو ته هم شکايت کړى و، خو پوليسو ورسره هېڅ مرسته نه وه کړې او له دې امله مجبوره شو چې دا کار وکړي.

سريش رسنيو ته ويلي دي، چې پوليسو ته پکار دي چې زموږ ستونزې حل کړي. دغه سړى دوه اولادونه هم لري او کله چې د برېښنا پايې ته ختلى و نو ډېر خلک هم ورته راغونډ شوي و.

دا هم ولولئ

د هغه فیل ویډیو خپره شوه چې د کرکټ لوبه کوي

کرکټ یوه داسې لوبه ده چې په ټوله نړۍ کې ډېر مینوال لري او د …