کورپاڼه / بېلا بېل / سږ کال به ترټولو اوږدې او لنډې روژې چېرته وي؟ بشپړ معلومات یې دلته ولولئ

سږ کال به ترټولو اوږدې او لنډې روژې چېرته وي؟ بشپړ معلومات یې دلته ولولئ

د روژې د مبارکې میاشتې په رارسېدو سره به د نړۍ ټول مسلمانان سر له سبا روژې نیسي، خو لکه څنګه چې د هر هیواد د ورځې دورانیه سره توپیر همدغسې یې د روژې وخت هم مختلف وي.

د الجزیره د راپور له مخې ویل کېږي چې سږ کال به د ګرین لینډ په هیواد کې ترټولو اوږده روژه وي چې له نوولس تر شلو ساعتونو پورې به وي او په ايسلینډ کې به هم له نوولسو تر شلو ساعتونو پورې وي، خو په فنلینډ کې له اتلسو تر نوولسو، په سویډن، سکاټلینډ، ناروې، ډنمارک او روسیه کې له اوولسو تر اتلسو او په جرمني کې به بیا له شپاړسو تر اوولسو ساعتونو پورې روژه وي.

دغه رار په نیدرلینډ، پولینډ، انګلستان، فرانسه، قزاقستان، بلجیم او سویټزرلینډ کې به هم له شپاړسو تر اوولسو ساعتونو روژه وي او په رومانیا، کاناډا، بلغاریا، ایټالیا، هسپانیه، پرتګال، یونان، چین، امریکا، شمالي کوریا او ترکیې کې به له پنځلسو څخه تر شپاړسو ساعتونو وي.

افغانستان، مراکش، جاپان، پاکستان، ایران، عراق، لبنان، شام، مصر، اسراییل، کویټ، فلسطین، هندوستان، هانګ کانګ، بنګله دیش، عمان، افغانستان، سعودی عرب، قطر اور متحدہ عربي اماراتو کې به له څوارلسو تر پنځلسو ساعتونو پورې روژه وي.

بل لوري ته په یمن، اتوپیا، سینیګال، ناجیریا، سریلانکا، تایلینډ، سوډان، مالیزیا، سنګاپور او کینیا کې به له دیارلسو تر څوارلسو او په انګولا، اندونیزیا، برازیل او زمبابوې کې به له دولسو تر دیارلس ساعتونو او جنوبي افریقا، ارجنټاین، پراګویا، یوراګویا، استرالیا، چلي او نیوزیلینډ کې به ترټولو لنډې روژې وي چې له یوولسو تر دولسو ساعتونو به دوام ولري.

دا هم ولولئ

هغه شخص چې له پوهنتون څخه ایستل شوی و اوس د نړۍ کم عمره میلیاردر شو

هغه ځوان چې په ۲۰۱۳ کال له پوهنتون څخه ایستل شوی و، اوسمهال د نړۍ …