سويلي افريقا په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې ډېره ښه لوبه ترسره کړه او ډېر په اسانۍ سره يې د پاکستان لوبډلې ته د ٦ ويکټو په توپير ماتې ورکړه، چې ٣٦ توپونه هم پاتې شو.
دا لوبه چې په جوهانسبرګ کې ترسره شوه، پاکستان د لوبې پچې ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه، خو دا پرېکړه يې ناکامه ثابته شوه.
پاکستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې بابر اعظم ٥٠ او محمد حفيظ ٣٢ منډې ترلاسه کړې.
د سويلي افريقا له خوا بي جارج لينډي او ليزاد ويليمس ٣-٣ ويکټې ترلاسه کړې، چې پاکستان يې د ډېرو منډو جوړولو ته پرې نه ښود.
د ١٤١ منډو هدف سويلي افريقا په ١٤ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ډېر په اسانۍ سره پوره کړاو د ٦ ويکټو په توپير يې په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې بريا خپله کړه.
د سويلي افريقا لپاره ايدين مارکرن ٥٤، هينريک کلاسين ٣٦ ناسوځېدلې او جارج لينډي ٢٠ ناسوځېدلې منډې وکړې. د پاکستان له خوا عثمان قادر ٢، حسن علي او محمد حسنېن ١-١ ويکټ واخيستې.
د ٤ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې پاکستان هم يوه لوبه ګټلې وه چې اوس پکې سويلي افريقا هم يو لوبه وګټله، د دې لړۍ دريمه لوبه به د اپريل په ١٤مه نېټه په سينچورين کې ترسره شي.