په سعودي عربستان کې د روژې مياشت وليدل شوه، چې سبا، سه شنبه، د حمل ٢٤مه او د اپريل ١٣مه نېټه به د روژې مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ وي.
په سعودي عربستان کې شاوخوا ٢٠ ځايونو کې د روژې مياشتې ليدو لپاره ځانګړې ناسته شوې دي، چې ويل کېږي په ځينو برخو کې مياشت ليدل شوې ده.
د حرمين شريفين له فېسبوکپاڼې څخه په دې اړه ټويټ شوى دى او ليکلي يې دي، چې د روژې مياشت وليدل شوه او سبا به د روژې لومړۍ ورځ وي.
په دغه ټويټ کې ليکل شوي دي، چې لومړۍ روژه ١٤٤٢ به سبا، يعنې د سه شنبې په ورځ او د اپريل په ١٣مه نېټه وي، د ماسخوتن له لمانځه وروسته به په حرمين کې تراويح کېږي.
BREAKING NEWS | The Crescent for the month of #Ramadan was SEEN today hence 1st Ramadan 1442 will be tomorrow i.e Tuesday, 13 April 2021 pic.twitter.com/oMCbJc5g3o
— Haramain Sharifain (@hsharifain) April 12, 2021
د يادولو وړ ده چې د افغانستان ارشاد، حج او اوقافو وزارت تراوسه پورې د سبانۍ روژې په اړه اعلان نه دى کړى، خو هر کال د سعودي عربستان سره افغانستان هم د روژې او اختر اعلان کوي.