کورپاڼه / روغتيا / په ماشومانو کې د اوسپنې کمښت، نښې، نښانې او درملنه یې

په ماشومانو کې د اوسپنې کمښت، نښې، نښانې او درملنه یې

په خوراکي توکو کې د اوسپنې کمښت په بدن کې د وینې د کمېدو یو لوی لامل ګڼل کېږي او ماشومان د مالریا او د خېټې د چینجیو په سبب هم د وینې له کمښت سره مخ کېږي، چې بیا یې بدني او ذهني ودې ته زیان رسوي.

ویل کېږي که چېرته ماشوم د اوسپنې له کمښت سره شي نو دغه ډول حالت یا ناروغۍ ته د انیمیا ناروغي وایي، خو پوښتنه داده چې په ماشومانو کې به دغه کمښت څنګه پوره کوو؟

که چېرته ماشوم په دوامداره توګه اوسپنه لرونکي توکي استعمال نه کړي نو په انیمیا ناروغۍ اخته کېږي او د انیمیا څخه موخه دا وي چې د بدن حجرو ته په مناسبه اندازه اکسیجن نه رسېږي او نښې، نښانې یې عبارت دي له: د رنګ ژېړوالی، کمزوري، ستړیا، غوسه او د ژر ژر ساه اخیستلو څخه.

د اوسپنې کمښت به څنګه پوره کوو؟

د اوسپنې د کمښت د پوره کولو لپاره سپلیمنټ (فیرس سلفیټ) اړین وي، که چېرته دغه سپلیمنټ له ویټامین سي سره ورکړل شي نو ژر هضمېږي یاهم په نهاره دې ورکړل شي، خو که ډوډۍ سره ورکړل شي اغېزې یې کمېږي او له شېدو سره دې هم استعمال نه شي.

دغه راز د اوسپنې د ترلاسه کولو لپاره د غنمو کریم، فیرني، دال، آلو، وچې مېوې، خوبانۍ، جوس، وچ اینځیر، ورېژې، ګوړه، برکولي او پالک استعمال کړئ او له حیواناتو او نباتاتو څخه په ترلاسه شوو خوړو کې هم اوسپنه موجوده وي.

دا هم ولولئ

که غواړئ د زړه له ناروغیو وژغورل شئ نو له دې غذایي توکو له استعمال ډډه وکړئ

نن سبا د خلکو د ژوند طرز، طریقه او خوراکي توکي ددې سبب کېږي چې …