کورپاڼه / بېلا بېل / هند: د قرآن کريم څخه د ٢٦ آيتونو د ليرې کولو غوښتنه رد او غوښتنه کوونکى ٥٠ زره روپۍ جريمه شو
هند

هند: د قرآن کريم څخه د ٢٦ آيتونو د ليرې کولو غوښتنه رد او غوښتنه کوونکى ٥٠ زره روپۍ جريمه شو

د هند سترې محکمې د دوشنبې په ورځ هغه غوښتنه رد کړه، چې پکې غوښتنه کوونکي له محکمې نه غوښتي و چې د قرآن کريم څخه دې ٢٦ آيتونه ليرې کړاى شي او ياد کس ٥٠ زره هندي کلدارې جريمه شوى هم دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، وسيم رضوي، چې د اترپردېش د شيعه وقف بورډ پخوانى مشر او همدا راز د بي جى پي ملاتړى دى، د روان کال د مارچ په ١٢مه نېټه يې د هند سترې محکمې نه غوښتنه کړې وه، چې پکې د قرآن کريم نه د ٢٦ آيتونو د ليرې کولو غوښتنه شوې وه.

وسيم رضوي محکمې ته ويلي و، چې په قرآن کريم کې ٢٦ آيتونه داسې دي چې د جهاد يادونه پکې شوې ده او د هند د ځمکې او يووالي لپاره هم خطر دي.

د دوشنبې په ورځ د سترې محکمې درې قاضيانو په دې اړه ناسته وکړه او په پاى کې يې په خپله پرېکړه کې وويل، چې دا غوښتنه ډېره بېځايه او د دې وړ نه ده چې محکمه دې پرې بحث وکړي.

محکمې د يادې غوښتنې د رد کولو سره سم وسيم رضوي هم ٥٠ زره هندي کلدارې جريمه کړو، چې د هند مسلمانانو د محکمې دا پرېکړه ستايلې ده.

د يادولو وړ ده، کله چې وسيم رضوي له محکمې څخه ياده غوښتنه کړې وه، له هغه وروسته په هند کې د نوموړي پر ضد ډېر لاريونونه هم ترسره شوي و.

وسيم رضوي د اترپردېش په لکهنو کې زېږېدلى دى، هغه د بي جى پي او د نريندر مودي کلک ملاتړى دى، همدا راز تر هغه مخکې د سماج وادي ګوند سره هم پاتې شوى دى، له ١٩٩٥ څخه تر ٢٠٢٠ پورې د اترپردېش د شيعه بورډ مشر هم و، په ٢٠١٢ کال کې د فساد له امله له ګوند څخه ويستل شوى و.

هغه د بابري جومات پر ځاى د هندوانو عبادتځي جوړولو ملاتړى هم و او په دې اړه يې په ٢٠١٩ کال کې د (رام جنم بهومي) په نوم يو فلم ليکلى او په خپل مصارف يې جوړ کړى هم و.

څه وخت مخکې وسيم رضوي هغه مهال هم د رسنيو سرټکى ګرځېدلى و، کله چې يې د اترپردېش د اعلى وزير او د هند لومړي وزير نريندر مودي نه په يو خط کې غوښتنه کړې وه، چې په هند کې دې ديني مدرسې بندې کړاى شي. هغه په خط کې دا هم ليکلي و، چې ډېر داسې جوماتونه شته دي چې د مندرونو پر ځاى جوړ شوي دي، نو بايد چې هغه ړنګ او پر ځاى يې بېرته مندرونه جوړ شي.

خو د قرآن کريم څخه د آيتونو ليرې کولو د دې غوښتنې وروسته نه يوازې دا چې نور مسلمانان د هغه پر ضد راووتل، بلکې شيعه ګان او د هغه د خپلې کورنۍ خلک يې هم خلاف شو.

دا هم ولولئ

هغه شخص چې له پوهنتون څخه ایستل شوی و اوس د نړۍ کم عمره میلیاردر شو

هغه ځوان چې په ۲۰۱۳ کال له پوهنتون څخه ایستل شوی و، اوسمهال د نړۍ …