د نورو کلونو په څېر سږکال هم سعودي عربستان، افغانستان او د نړۍ ډېرى هېوادونو کې د روژې مياشت وليدل شوه او سبا لومړۍ روژه ده، خو په پاکستان کې به سبا روژه نه وي.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، په پاکستان کې به سبا د هلال کمېټه په ټولو ايالتونو کې د روژې مياشت ليدو لپاره غونډې وکړي او که يې مياشت وليدله، نو د چارشنبې په ورځ به روژه وي.
نن په پاکستان کې د هلال کمېټې د روژې مياشت ليدو ته هېڅ غونډه نه ده کړې، خو په هند کې بيا د مياشت ليدو هڅه شوې، خو نه ده ليدل شوې او سبا به بيا هم د مياشتې ليدو ته ملايان راغونډېږي.
د يادولو وړ ده چې په پاکستان کې مخکې ډېرى مهال داسې کېده، چې خېبر پښتونخوا ايالت کې به روژه او اختر د سعودي عربستان او افغانستان سره په يوه ورځ کېده، خو سږکال فکر کېږي، چې خېبر پښتونخوا هم له نور پاکستان سره روژه او اختر کوي.
د پېښور مشهور قاسم علي خان جومات امام مفتي شهاب الدين پوپلزي هم نن په ټويټر کې ليکلي دي، چې دوى به هم سبا د روژې مياشتې ليدو لپاره غونډه وکړي.