د پنجاب کنګز او راجستان رايلز لوبډلې ترمنځ نن ډېره په زړه پورې لوبه ترسره شوه، خو د راجستان بخت کار ونکړ او پنجاب يوازې د ٤ منډو په توپير په لوبه کې بريا خپله کړه.
د اى پي ايل څلورمه لوبه د پنجاب کنګز او راجستان رايلز ترمنځ ترسره شوه، چې په پيل کې راجستان رايلز پچه وګټله او لومړى يې پنجاب کنګز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
پنجاب کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢١ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوکيش راهول ٩١، ديپک هوډا ٦٤ او کريس ګيل ٤٠ منډې وکړې.
د راجستان رايلز له خوا چيتن سکاريا ٣، کريس موريس ٢ او ريان پرګ ١ ويکټ واخيستې.
د ٢٢٢ منډو هدف په تعقيب کې راجستان رايلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢١٧ منډې وکړې او يوازې د ٤ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.
لوبډلمشر سنجو سمسون ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه چې په ٦٣ توپونو يې ١١٩ منډې وکړې، هغه ٧ شپږيزې او ١٢ څلوريزې هم ووهلې، چې د لوبې په وروستي توپ اوټ شو او خپله لوبډله يې بريالۍ نه کړاى شوه.
د پنجاب کنګز له خوا ارشديپ سينګ ٣، محمد شامي ٢، جهي ريچارډسن او ريلي ميريډټ ١-١ ويکټ واخيستې.
د هند تجارتي ليګ پنځمه لوبه به د اپريل په ١٣مه نېټه د کلکته نايټ رايډرز او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ په چيناى کې ترسره شي، چې د افغانستان په وخت به ٦:٣٠ بجې پيل شي.