کورپاڼه / روغتيا / آیا پوهېږئ چې کوم توکي د ځیګر لپاره تباه کوونکي وي؟

آیا پوهېږئ چې کوم توکي د ځیګر لپاره تباه کوونکي وي؟

آیا غواړئ چې ځیګر مو له بېلابېلو ناروغیو څخه وژغورل شي، نو له دغو زیانمنو خوراکي توکو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې ځیګر د انسان د بدن یو له مهمو غړو څخه دی او د خوړو په هضمولو، د انرژۍ په ذخیره کولو او د زهرجنو موادو د ایستلو دنده په غاړه لري.

خو ځینې داسې عادتونه هم شته چې د ځیګر په ناروغیو مو اخته کوي یاهم د وخت په تېرېدو مو ځیګر ورسره مخ کېږي چې د زېړي ناروغۍ یې په سر کې ځای لري.

بوره: د ډېرو خوږو شیانو خوړل هم پر ځیګر ناوړه اغېزې لري او علت یې دا دی چې ځیګر خواږه شیان په وازده بدلوي او په هغه ځای یې راټولوي چې باید نه راټول نه شي، چې بیا د خطرناکو ناروغیو د رامنځته کېدو سبب کېږي.

غوړي لرونکي خوراکي توکي:

آسانه او کیمیاوي خواړه هغه خواړه دي چې ډېر زیات غوړ لري چې انتخاب یې د ځیګر لپاره ډېر خطرناک وي او دنده یې له خنډ سره مخ کوي، چې د وخت په تېرېدو زخم هم پیدا کوي، نو هڅه وکړئ چې دا ډول خوړو لاس واخلئ.

چپس او کیک:

که چېرته تاسې چپس، کیک او نور شیان خوښوئ نو باید په دې پوه شئ چې دغه توکي له بورې، مالګې او غوړو لرونکی وي او تاوانونه مو یې پورته ولوستل نو که بې وخته وږي شوئ له مېوو ګټه واخلئ.

ډېره مالګه:

د انسان بدن مالګې ته اړتیا لري خو دومره یې هم نه لري لکه موږ او تاسو یې چې استعمالوو، که چېرته یې استعمال کړو نو په ناروغیو مو اخته کوي.

الکول:

الکول یو له هغه توکو څخه دی چې د ځیګر لپاره تباه کوونکې ځانګړتیا لري او د خطرناکو ناروغیو سبب یې کېږي.

کشمش یا مویز:

که څه هم کشمش د روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي خو که چېرته ډېر استعمال شي ځیګر ته یې زیان رسېږي او زخم ور پکې پیدا کوي.

سره یا غټه غوښه:

سره غوښه چې د زیاتو غوړو یا وازدې لرونکي وي د ځیګر لپاره ډېره زیانمنه تمامېږي.

دا هم ولولئ

نوې څېړنه: ټیکنالوژي د انسان پر ذهنې روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي

د یوې څېړنې له مخې چې پر دري څلویښت زره ځوانانو باندې ترسره شوه، ترې …