کورپاڼه / بېلا بېل / آیا ښځې خپل بې وفا ملګری ډېر بخښي او که نارینه؟

آیا ښځې خپل بې وفا ملګری ډېر بخښي او که نارینه؟

د خپل بې وفا ملګري/ملګرې د بخښلو چلند یا رویه په نارینه وو کې ډېره لېدل کېږي که په ښځینه وو کې؟ د یوې نوې څېړنې له مخې حیرانوونکی ځواب راڅرګند شو.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه څېړنه په انلاین ډول د کاناډا د ایشلي میډیسن له لورې ترسره شوې، چې له درې زرو کسانو څخه ور پکې پوښتنې کړي او له ځوابونو یې دې پایلې ته رسېدلي چې نارینه د ښځو په پرتله د خپل ملګرې بي وفایي ډېره بخښي.

د راپور له مخې کله چې ذکر شوو کسانو څخه پوښتنه وشوه که چېرته یې ملګری/ملګرې وفایي وکړي وبه یې بخښي؟ چې په ځواب کې ۸۶ سلنه نارینه وو وویل چې هو، دوی خپل میرمنې پر بې وفایۍ کولو بخښي او په ښځو کې بیا دغه کچه ۸۲ سلنه وه.

یو بله پوښتنه داسې وه چې له دې وړاندې څومره نارینه او ښځینه وو د خپل ژوند د ملګری/ملګرې بې وفایي بخښلې؟ چې په دې برخه کې د ښځو سلنه له نارینه وو ډېره وه، یعنې ۸۶ سلنه ښځینه وویل چې خپل خاوندان یې په بې وفایۍ نیولي خو بیا یې معاف کړي او په نارینه وو کې دغه کچه ۸۰ سلنه وه.

د څېړونکې ډلې مشر او ارواپوه لوسي بیرزفورډ وایي، کله چې د بې وفایۍ خبره راپورته کېږي نو نارینه دې ته ډېره پاملرنه کوي چې په بدني اعتبار څه شوي دي؟ خو ښځې بیا داسې نه وي او په ټولنیزو رسنیو له نورو ښځو سره اړیکه جدي نیسي.

دا هم ولولئ

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟ د …