کورپاڼه / هنر او کلتور / ابیشک بچن: یو وخت مې د فلمي صنعت د پرېښودو پرېکړه کړې وه

ابیشک بچن: یو وخت مې د فلمي صنعت د پرېښودو پرېکړه کړې وه

د هند فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند ابیشک بچن اوسمهال په بالیووډ کې د غوره اداکارانو له ډلې څخه شمېرل کېږي، خو یو وخت داسې هم و چې نوموړي د فلمي صنعت د پرېښودو پرېکړه کړې خو له دې پرېکړې یې پلار راوګرځاوه.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې ابیشک بچن هغه وخت په فلمي کیریر کې ماتې منلې وه، چې پرلپسې یې څو فلمونه ناکام شول.

نوموړي په دې وروستیو کې د خپلې مرکې پرمهال ویلي، چې په ټولنیزو رسنیو ناکام ډېر ستونزمنه خبره وي، که څه هم هغه وخت رسنۍ نه وې، خو ده بیاهم دا حس کوله چې خلک به بد ورپسې وایي او داسې به یې ګڼي چې اداکاري یې نه ده زده.

ابیشک بچن وایي چې په داسې حالاتو کې یې حس کړه چې دا یې تېروتنه وه چې فلمي صنعت ته راتله، تر اوسه یوازې هڅه کوي کار نه کوي.

نوموړی زیاتوي چې: ((زه دا وخت خپل پلار امیتاب بچن ته ورغلم او خپله کیسه مې ورته وکړه چې زه د فلمي صنعت لپاره نه یم جوړ او هغه د فلمي صنعت له پرېښودو منع کړم)).

دی وایي چې پلار یې ورته وویل چې د ناکامۍ لپاره یې نه دی راوستی، بلکې هر سهار به پورته کېږي، له حالاتو سره به مبارزه کوي او د اداکار په توګه به له هر فلم سره ښه کېږي.

دا هم ولولئ

نورا فاتحي

د نورا فاتحي یو مینه وال د هغې په نوم په خلکو خواړه وېشلي

د هندي فلمونو کاناډايۍ اداکارې او موډلې نورا فاتحي یو لېوني مین د هغې په …