کورپاڼه / ليکنې / ددې لپاره چې روژه درباندې آسانه تېره شي، یو څو لارښوونې عملي کړئ

ددې لپاره چې روژه درباندې آسانه تېره شي، یو څو لارښوونې عملي کړئ

د روژې مبارکه میاشته راورسېدو، نو که چېرته تاسې هم روژې نیسئ یا ورته تیاري کوئ نو ځینې ټکي مو باید په پام کې وي.

له روژې نېولو دمخه باید دومره اوبه وڅښو ترڅو زموږ بدن د اوبو له کمښت سره مخ نه شي، ځکه چې د روژې په میاشت په ځانګړي توګه د ګرمۍ په موسم کې زموږ بدن د اوبو له کمښت سره مخ کېږي نو هڅه وکړئ چې یو یا دوه پیالې اوبه اضافه وڅښئ.

د لږې کالورۍ لرونکي خواړه وخورئ:

که څه هم ډېری د زیات خوراک مینه لري خو تاسې باید هغه کار ترسره کړئ ترڅو د روژې په دې مبارکه میاشت کې له لوږې وژغورل شئ نو هڅه وکړئ چې هغه خواړه استعمال کړئ چې ډېر پروټین ولري.

د چایو او کافي استعمال کم کړئ:

که چېرته تاسې د چایو او کافي په څښلو عادت نه وئ نو ډېره ښه ده او د سګریټ څکولو عادت هم ورک کړئ، ځکه چې چای یا کافي د بدن اوبه خارجوي او بدن د اوبو له کمښت سره مخ کوي.

د خوب وخت مو بدل کړئ:

په کوم وخت چې په نورو ورځو کې له خوب پورته کېږئ، د روژې په میاشت کې یې بدل کړئ، یعنې د شپې پرمهال وختي ویده شئ ترڅو مو خوب هم پوره وي او پیشلمي ته هم په اسانۍ سره راپورته شئ.

د مشروباتو استعمال کم کړئ:

که چېرته تاسې د روژې په میاشت کې د مشروباتو او نورو بازاري توګو استعمال کړئ، نو د روژۍ مبارکه میاشت درباندې ژر تېرېږي ځکه چې دغه توکي لوږه ډېروي او دغه میاشت درباندې په سختۍ سره تېروي.

دا هم ولولئ

کله چې له علي رضي الله عنه څخه د یوې پوښتنې لس بېلابېل ځوابونه وغوښتل شول

لس نفره یوځای حضرت علي رضي الله عنه ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه …