کورپاڼه / ليکنې / آیا یو شخص د مزدورۍ یا ازموینې په سبب روژه خوړلی شي؟ حکم یې دلته ولولئ

آیا یو شخص د مزدورۍ یا ازموینې په سبب روژه خوړلی شي؟ حکم یې دلته ولولئ

د روژې مبارکه میاشت ډېر فضایل، حکمتونو، ثوابونو او نورې ګڼې ښېګڼې لري، د روژې په اړه ویل کېږي چې نورې ټولې نیکۍ او ثوابونه د ملایکو لخوا لیکل کېږي، خو د روژې او په روژه کې ټولې نیکیانې د الله تعالی له لورې په انسان پسې لیکل کېږي.

دغه راز ساینسپوهان او مشرکین هم مني چې روژه د انسان د بدن لپاره ډېرې ګټې لري او په دې اړه یې ډېرې څېړنې هم ترسره کړي، خو موضوع د روژې ګټې او حکمتونه بیانول نه دي، بلکې زموږ موضوع هغه تېروتنه ده چې ډېر شمېر کسان یې په روژه کې ترسره کوي.

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې مزدوران د کار د سختوالي او د ښوونځیو یا پوهنتونونو زده کوونکي او زده کړیالان یې د ازموینو په سبب روژې نه نیسي، چې دا او دې ته ورته عملونه غیر شرعي عملونه ګڼل کېږي او په شریعت کې یې هیڅ جواز نشته.

الله تعالی انسان د خپل وس او طاقت مطابق مکلف کړی نو ځکه خو یې په ناروغیو کې پرې روژه نه ده فرض کړې او د روژې په میاشت کې الله تعالی له امتحان ورکوونکو سره مرسته هم کوي.

کله چې د سعودي عربستان له دارالافتاء څخه په دې اړه پوښتنه وشوه چې آیا ازموینه یو داسې عذر دی چې پر بنسټ دې روژه وخوړل شي؟ د دارالافتاء ځواب دا و چې ازموینې یا امتحانونه یو داسې عذر نه شي کیدلی چې په سبب دې روژه وخوړل شي او په داسې حالاتو کې د والدینو اطاعت هم فرض نه دی ځکه چې د الله تعالی د نافرماني په کولو سره د مخلوق اطاعت روا نه دی.

دا هم ولولئ

کله چې له علي رضي الله عنه څخه د یوې پوښتنې لس بېلابېل ځوابونه وغوښتل شول

لس نفره یوځای حضرت علي رضي الله عنه ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه …