کورپاڼه / سياست او روانې چارې / هغه هېوادونه چې نن پکې روژه نشته
د روژې مياشت

هغه هېوادونه چې نن پکې روژه نشته

د روژې مياشت پرون د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرى هېوادونو کې ليدل شوې ده او نن په تقريباً ټولو هېوادونو کې لومړۍ روژه ده.

خو ځينې هېوادونه داسې هم دي، چې هلته پرون د روژې مياشت نه ده ليدل شوې يا هم د روژې د مياشتې ليدو لپاره کمېټه نه وه ناسته، نو نن هلته روژه نشته او نن ماښام به د روژې مياشت له ليدو وروسته سبا لومړۍ روژه وي.

پاکستان کې پرون ماښام هلال کمېټې د روژې مياشتې ليدو لپاره هېڅ غونډه نه ده کړې او ويلي يې و، چې نن به غونډه کوي او که د روژې مياشت يې وليده، نو سبا به لومړۍ روژه اعلان کړي.

په هند کې بيا پرون ماښام هم د روژې مياشتې ليدو لپاره غونډه وشوه، خو په وېنا يې چې تر ناوخته پورې يې د هند له کومې برخې نه د مياشتې ليدو شهادت ترلاسه نه کړ، نو ځکه لومړۍ روژه به د چارشنبې په ورځ وي.

همدا راز په سريلانکا کې هم پرون د روژې مياشتې ليدو ته کمېټه ناسته وه، خو په وېنا يې چې په هېڅ برخه کې يې مياشت نه ده ليدلې نو لومړۍ روژه به سبا وي.

همدا راز په مراکش او د افريقا په ډېرى هېوادونو کې هم ويل کېږي چې د روژې مياشت پرون نه ده ليدل شوې او په دغه هېوادونو کې به هم لومړۍ روژه د چارشنبې په ورځ وي.

دا هم ولولئ

فېض محمد ځلاند

د امریکا مخالف او د طالبانو ملاتړی، فېض ځلاند له خپلې کورنۍ سره امریکا ته تللی

د دوه مخيتوب تر ټولو ستره بېلګه دا ده چې د خپل ځان لپاره یو …