پرون د اى پي ايل څلورمه لوبه د پنجاب کنګز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ډېره زبردسته لوبه وشوه او په وروستي توپ پنجاب کنګز د ٤ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.
خو د دې تر څنګ يو شمېر لوبغاړو په دغه لوبه کې بېلا بېل هدفونه هم ترلاسه کړل، چې دلته يې په لنډ ډول ستاسې سره معلومات شريکوو.
د کريس ګيل ٣٥٠ شپږيزې: د پنجاب کنګز لوبډلې ويسټ انډيزي چټک توپوهونکي کريس ګيل په پرونۍ لوبه کې د اى پي ايل ٢٥٠ شپږيزې پوره کړې. نوموړى د اى پي ايل په تاريخ کې هم تر ټولو زياتې شپږيزې وهونکى دى، چې په ١٣٣ لوبو کې يې ٣٥١ شپږيزې وهلي دي.
Milestone – 3⃣5⃣0⃣ Maximums in the IPL for the Universe Boss #VIVOIPL | #RRvPBKS | @henrygayle pic.twitter.com/bhIxAAmq2J
— IndianPremierLeague (@IPL) April 12, 2021
راهول ٢٠٠٠ منډې: د پنجاب کنګز لوبډلې لوبډلمشر لوکيش راهول پرون ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه چې د خپلې لوبډلې په بريا کې يې مهمه ونډه واخيسته. نوموړي په دغه لوبه کې ٩١ منډې ترلاسه کړې او د دې سره يې په اى پي ايل کې هم ٢٠٠٠ منډې پوره کړې.
2⃣0⃣0⃣0⃣ runs in #IPL for KL Rahul #SaddaPunjab #PunjabKings #IPL2021 #RRvPBKS
— Punjab Kings (@PunjabKingsIPL) April 12, 2021
د جاس بټلر ٦٥٠٠ منډې: انګلستانى ويکټ ساتونکى او توپوهونکى جاس بټلر چې د راجستان رايلز لپاره په اى پي ايل کې لوبېږي، پرون يې په شل اوريزو لوبو کې د ٦٥٠٠ منډو هدف پوره کړ. نوموړي تراوسه پورې ٢٧٦ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي چې ٦٥٢٤ منډې يې پکې کړې دي. هغه په پرونۍ لوبه کې ٢٥ منډې وکړې.
6500 20 #HallaBol | #RoyalsFamily | #RRvPBKS
— Rajasthan Royals (@rajasthanroyals) April 12, 2021
د سنجو سليزه: د راجستان رايلز لوبډلمشر سنجو سمسون په تېره لوبه کې سليزه ووهله، چې د روان ليګ لومړۍ سليزه ده او د نوموړي دريمه سليزه ده چې په اى پي ايل لوبو کې يې وهي. سنجو ١١٩ منډې وکړې، خو خپله لوبډله يې بريالۍ نه کړه، خو د غوره لوبغاړي د جايزې تر څنګ يې دوه نورې جايزې هم ترلاسه کړې.
Take a bow, @IamSanjuSamson
Top class innings from the @rajasthanroyals Captain!#VIVOIPL #RRvPBKS pic.twitter.com/h1cq6k82p1
— IndianPremierLeague (@IPL) April 12, 2021