کورپاڼه / بېلا بېل / کوم خوراکي توکي باید په روژه کې استعمال کړو؟

کوم خوراکي توکي باید په روژه کې استعمال کړو؟

د روژې مبارکه میاشت چې د ثوابونو، له ګناهونو د پاکېدو، رحمت، بخښنې او د نورو انعاماتو میاشت ده، اړینه ده چې په دې میاشت کې هغه خواړه یا خوراکي توکي وپېژنو چې زموږ لپاره غوره وي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په روژه ماتي او پېشلمي کې باید خپلو خوراکي توکو ته پاملرنه وکړو او هغه ځانګړي خواړه تیار کړو چې بدن ته مو پیاوړتیا وبخښي، نو راځئ چې په دې لیکنه یې ولولو.

پېشلمی:

  • په پېشلمي کې فیرني او شېدې له یو موټي وچې مېوې سره استعمال کړئ، نو ډېر ګټور به درته تمام شي.

  • د ژرندې له اوړو تیاره شوې ډوډۍ وخورئ او د فیرني، غلو او د سپیغولو استعمال د لوږې احساس کمېږي.

  • د غوایي، ماهي او د چرګ غوښه او هګۍ استعمال کړئ.

  • له شېدو او لبنیاتو څخه استفاده وکړئ.

دغه راز په روژ ماتي کې خرما، مستې، اوبه او د تازه مېوو جوس استعمال کړئ او داسې غذایي توکي وکاروئ چې فایبر یې په جوړښت کې وي او هغه مېوې او سبزیجات استعمال کړئ چې ډېرې اوبه لري لکه هندواڼه، خټکی، بادرنګ، رومیان، انګور، سنګتره او انناس.

دغه راز په پېشلمي کې په دوامداره توګه ډېر اوبه څښل هم خطرناک عمل ګڼل کېږي، ځکه چې په دې ډول سره معده له اوبو ډکېږي او د کانګو یا زړه بدوالی احساس رامنځته کوي او غوړي لرونکي توکي ډېر مه استعمالوئ.

دا هم ولولئ

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟ د …