کورپاڼه / خپلواک / پاني پت: هغه جنګ چې تاريخ يې بدل کړ
پاني پت

پاني پت: هغه جنګ چې تاريخ يې بدل کړ

خپلواک وېبپاڼه (١ نومبر ٢٠١٩): په هندي سينما کې د پاني پت په تاريخي جګړه، چې افغان امپراتور احمد شاه بابا پکې په لکونو مرهټيانو ته سخته ماتې ورکړې وه، فلم جوړېږي.

د دغه فلم د جوړولو اعلان تېر کال شوى و، خو اوس تازه د دغه فلم يو بل پوسټر هم خپور شوى دى، چې پکې د جګړې صحنه انځور شوې ده او په سر يې ورته ليکلي دي: ((هغه جنګ چې تاريخ يې بدل کړ.))

دغه فلم اشوتوش ګواريکر جوړوي او په مرکزي ستورو کې يې سنجى دت، ارجن کپور او کريتي سانون لوبېږي. فلم کې د افغانستان پاچا احمد شاه ابدالي او د مرهټيانو ترمنځ د پاني پت په سيمه کې جنګ ښودل کېږي، چې په دغه سيمه کې دا دريم جنګ دى، چې د هند تاريخ يې بدل کړ.


دغه جنګ چې په ١٧٦١ کال کې ترسره شوى و، د احمد شاه بابا سره ٣٢ زره او د ويکيپيډيا د معلوماتو تر مخه، د مرهټيانو مشر سداشيو راو باو سره تر ٢٠٠ زره زيات پوځيان و، چې افغان لښکرو د مرهټيانو دغه لښکر دړې وړې کړ.

د هند دغه فلم په ثبت باندې کار روان دى، چې تر کار بشپړېدو وروسته به دغه فلم د دسمبر په ٦مه نېټه کال ٢٠١٩ کې نندارې ته وړاندې شي.

خو يوه پوښتنه دلته دا راولاړېږي، چې په هند کې چې څومره هم تاريخي فلمونه جوړ شوي دي، په هغې کې حتماً لاسوهنه شوې ده، لکه په وروستيو کې چې د (پدماوت) په نوم کوم تاريخي فلم نندارې ته وړاندې شو، په دغه فلم کې د علاوالدين خلجي کردار ډېر خراب ښودل شوى و، چې له تاريخ سره يې هېڅ سر نه خوړ. نو دلته هم دا پوښتنه ده چې ايا د دغه فلم جوړونکى به تاريخ په سم ډول په فلم کې وړاندې کړي او که نه په تاريخ کې به لاسوهنه وکړي، دا خو به د فلم نندارې ته وړاندې کېدو نه وروسته معلومه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …