کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / یو ډېر جالب اپلیکیشن؛ د سر پورته کولو لپاره مو مجبوروي

یو ډېر جالب اپلیکیشن؛ د سر پورته کولو لپاره مو مجبوروي

ځیرک موبایلونو پر انساني ژوند دومره اغېر غورځولی چې کاروونکي یې له بهرنۍ نړۍ څخه بې خبره ساتلي او کله ناکله خو یې له خطرناکو پېښو سره هم مخ کوي، یعنې ډېری خلک چې په لار موبایل کاروي اکثره وخت له موټر، دېوال یا ستنې سره ټکر کوي.

د ځیرک موبایلونو دا ډول کاروونکو ته اوسمهال یو داسې اپلیکیشن جوړ شوی، چې پر لاره د تګ پرمهال یې دې ته مجبوروي ترڅو له موبایل سر پورته کړي.

د XDA Developers له لورې دغه جوړ شوی اپلیکیشن چې د Heads Up په نوم سره یادېږي، له ګوګل پلی سټور څخه یې وړیا ډانلوډ او انستالولی شئ.

ددې اپلیکیشن له سکرین شاټ څخه څرګندېږي، که چېرته د تګ پرمهال دغه اپلیکیشن استعمال شي نو سمدستي به د موبایل پر سکرین درته میسجې یا پیغامونه درکوي لکه پام وکړئ، مخته وګورئ او نور.

ویل کېږي چې دغه اپلیکیشن به له سټینګ څخه فعال او غیر فعال کېږي او کاروونکی کولی شي چې پخپله خوښه پیغامونه هم پکې ورپکې واچوي او وخت هم ورته وټاکي او اوسمهال یوازې د اندراید سیستم کاروونکو لپاره د ګټې اخیستنې وړ دی.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …