کورپاڼه / هنر او کلتور / نوازالدین صدیقي: د بالیووډ فلم ستوري مصنوعي اداکاري کوي

نوازالدین صدیقي: د بالیووډ فلم ستوري مصنوعي اداکاري کوي

د بالیووډ د فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند نواز الدین صدیقي وایي چې د بالیووډ ټول فلمي ستوري مصنوعي اداکاري کوي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې نواز الدین صدیقي چې د (ګینګ اف واسیپور، بجرنګي بایي جان او ریس) په څېر په بې شمېره فلمونو کې یې رول لوبولی، د بالیووډ په اداکارانو یې نېوکې کړي او ویلي یې دي چې د بالیووډ فلمي ستوري د رښتیني اداکارۍ پرځای مصنوعي اداکاري کوي.

نوموړي هغه ځوانانو ته چې غواړي اداکاري وکړي، مشوره ورکوي او وایي چې: ((زه له خپلې تجربې درته وایم که غواړئ اداکاري وکړئ نو اړینه ده چې دننه مو پټ شوی رښتینی اداکار راڅرګند کړئ او له نورو په پټو سترګو تقلید مه کوئ)).

نواز الدین وایي چې فلمي ستوري مصنوعي اداکاري کوي، نو په هغوی پسې مه ځئ، بلکې نوی اداکار باید یو څه ځانګړي څه خلکو ته وښیي، ځکه چې خلک غواړي ستاسو اداکاري وویني.

نوموړی زیاتوي که چېرته تاسې د فلمي ستورو تقلید کوئ نو خلک دې ته اړ نه دي چې تاسو وګوري، خو که د اداکارۍ طبیعي وړتیاوې لرئ نو د ټول خلکو توجه به ځانته راواړوئ او خلک دغه ډول اداکاران لیدل غواړي.

دا هم ولولئ

اریانا سعید

اریانا سعید: حیض یا میاشتینۍ ناروغي باید شرم ونه ګڼل شي

د هېواد مشهوره سندرغاړې او د ښځينه حقونو مدافع اریانا سعید د ښځو د میاشتینۍ …