کورپاڼه / اسلام / د حدیثونو په رڼا کې: هغه اوه وختونه چې دعا ور پکې نه ردېږي

د حدیثونو په رڼا کې: هغه اوه وختونه چې دعا ور پکې نه ردېږي

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې په داسې حالاتو کې دعا وکړئ، الله تعالی یې نه ردوي، کله چې هم لمر وي او هم باران ورېږي، کله چې آذان کېږي، د سفر پرمهال، د جمعې پر ورځ، کله چې د شپې سترګې پرانېزې، د مصبیت پر وخت او له فرص لمونځ څخه وروسته.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي چې تاسې له الله تعالی څخه په داسې حال کې دعا وغواوئ چې پوره باور مو وي چې دعا مو قبلېږي او په دې باید پوه شئ چې الله د عافل انسان دعا نه قبلوي.

حصرت جابر رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې په هره شپه کې یو داسې ساعت وي که چېرته یو څوک له الله تعالی د دنیا او آخرت خیر وغواړي، الله تعالی یې ور په برخه کوي.

ډېری خلک دعا کوي خو د نه قبلېدو په سبب یې خپه وي، خو باید ووایم چې هیڅ ډول دعا نه ردېږي بلکې د قبلولو ځانګړی وخت لري، په سورت البقره کې الله تعالی فرمایي: کله چې زما بنده ګان له تا زما په اړه پوښتنه وکړي نو ورته ووایه چې زه ډېر ورنږدې هغه کس چې ماته فریاد کوي او کله چې ماته فریاد وکړي نو زه یې قبلوم، ځکه خو خلکو ته پکار دي چې زما خبره ومني او پر ما ایمان راوړي او د یې د نیک بختۍ سبب کېږي.

په حدیثونو کې هم د دعا د قبولیت په اړه خبرې شوي او ځینې وختونه یې ور پکې بیان کړي، له حصرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: چې یو بنده د سجدې په حالت کې الله تعالی ته نږدې کېږي نو د سجدې پرمهال ډېرې دعاوې وکړئ.

له حضرت سها بن سعد رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، دوه دعاګانې نه ردېږي یو د باران پر وخت او بل د آذان پرمهال.

له حصرت انس بن مالک څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې د آذان او اقامت ترمنځ دعا نه ردېږي، خلکو پوښتنه وکړه چې یا رسول الله موږ په دې وخت کې دعا وکړو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې له الله تعالی د دعا او آخرت د عافیت دعا وغواړئ.

له حصرت ابوهریره رضي الله څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عیله وسلم فرمایلي کله چې امام آمین ووایي تاسو هم آمین ووایئ ځکه د چا آمین چې د فرښتو له آمین سره موافق شو نو د هغه مخکیني ګناهونه به معاف شي او چې کله امام (غیر المغضوب علیھم و لا الضالین) ووایع تاسو آمین ووایه دعا به مو قبوله شي.

له حضرت ابو امامه رضي الله عنه څخه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل شول چې کومه دعا ډېره قبلېږي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې د شپې په وروستۍ برخه او د فرض لمونځ څخه وروسته

له حضرت عمران بن حصین څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي څوک چې قران تلاوت کوي ورته پکار ده چې له الله تعالی دعا وغواړي ځکه داسې وخت رانږدې دی چې خلک به قران لولي او له خلکو به سوال کوي.

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …