کورپاڼه / خبرونه / رویټرز خبري آژانس په (۱۷۰) تاریخ کې لومړنۍ ښځینه عمومي مدیره ټاکي

رویټرز خبري آژانس په (۱۷۰) تاریخ کې لومړنۍ ښځینه عمومي مدیره ټاکي

رویټرز خبري آژانس غواړي چې الیسینډرا ګیلوني د نوې عمومي مدیرې په حیث وټاکي، که چېرته نوموړې ددې ادارې عمومي مدیره شي نو دا به یې په یو سلو اویا کلن تاریخ کې لومړنۍ ښځینه عمومي مدیره وګڼل شي.

ویل کېږي چې الیسینډرا ګیلوني د روم اوسیدونکې ده او اوه څلویښت کاله عمر لري او د سټیفن جی ایډلر پرځای، چې روانه میاشت به تقاعد شي، د عمومي مدیرې په توګه وټاکل شي.

ویل کېږي چې د سټیفن جی ایډلر په مشرۍ رویټرز خبري آژانس د ژورنالیزم په برخه کې په سلګونه جاېزې ترلاسه کړې، چې په دې کې اوه دانې (پلتزر) جاېزې هم شاملې دي چې د ژورنالیزم په ډګر کې ترټولو سترې جاېزې ګڼل کېږي.

بل لورې ته ګیلوني چې پر څلور ژبو پوهېږي او له دې وړاندې یې په وال سټریټ ژورنال کې د اقتصادي او سیاسي خبرونو شنونکې وه، د رویټرز د مدیریت مسولیت یې منلی.

ګیلوني له خپلو ملګرو سره په خبرو کې ویلي چې ترټولو مهم کار یې د (ریفینیټیو) له شرکت سره د اړیکو ساتل دي، ځکه چې دغه شرکت د رویټرز ترټولو لوی پېرېدونکی دی او تېر کال یې ادارې ۶۲۸ میلونو ډالرو عایدو نیمایي برخه درلوده.

د یادولو وړ ده چې رویټرز یو د لویو خبري آژانسو څخه دی، چې په ټوله نړۍ کې ۲۴۵۰ خبریالان لري.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …