هغه سویه چې د نړۍ غټه سویه ګڼل کېده، په انګلستان کې د شنبې په شپه ورکه شوې ده او اوسمهال یې د لټون هڅې روانې دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د سویې څښتنې اعلان کړی، که چېرته یې چا ورکه شوې یا غلا شوې سویه بېرته ورکړه، نو هغه کس ته به زر انګلستاني پونډه د ډالۍ په ډول ورکړي.
راپورونه زیاتوي چې دغه سویه چې څلور فوټه او دوه اینچه اوږدوالي لري، د نړۍ ترټولو اوږده سویه ګڼل کېږي، چې په ۲۰۱۰ کال د ګنیز په نړیوالو ریکارډونه کې یې نوم هم لیکل شوی و.
او ترټولو په زړه پورې خبره یې دا چې د ۲۰۱۷ کال د اپریل په میاشت کې یې د واده مراسمو هم نېول شوي ول.
بل لوري ته له ټایلینډ څخه په یو راپور کې راغلي چې په دې هیواد کې شپږ فوټه اوږده څرمښکۍ پر یو دوکان ورننوتې، چې وروسته اړوند کار کوونکي راغلل او خلک یې له زیان څخه وژغورل.