د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي افتاب عالم هم د اى پي ايل د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې په لباس کې يو عکس اخيستى او په ټولنيزو رسنيو کې يې خپور کړى دى.
نوموړى د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې مينه وال دي، چې له دې امله يې د يادې لوبډلې لباس کې اخيستل شوى عکس هم په ټويټر اکاونټ کې خپور کړى دى.
هغه له دې عکس سره ليکلي دي: ((په افغانستان کې د رايل چېلنجرز بېنګلور مينه وال) او همدا راز د يادې لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي، اې بي ډيويليرز او د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې د ټويټر اکاونټونه يې هم مينشن کړي دي.
#RCB #FANS #in #afghanistan @imVkohli @ABdeVilliers17 @RCBTweets #aftabalam #awaisjan #nangarhar #cricket #academy pic.twitter.com/h6zomHpsRR
— Aftab Alam 55 (@aftabalam55786) April 13, 2021
دا عکس نوموړي په ننګرهار کې د کرکټ په اکاډمۍ کې هم اخيستل شوى دى، چې په عکس کې ورسره يو ماشوم هم ليدل کېږي.
د يادولو وړ ده چې رايل چېلنجرز بېنګلور د اى پي ايل په لومړۍ لوبه کې دفاعي اتلې ممبۍ انډينز ته ماتې ورکړې وه او لوبه کې يې بريا خپله کړې وه، دويمه لوبه به سبا د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره کوي، چې په حېدراباد لوبډله کې درې افغان لوبغاړي هم لوبېږي.