کورپاڼه / روغتيا / د پوندو له درد څخه د ژغورلو لارې چارې

د پوندو له درد څخه د ژغورلو لارې چارې

په ډېر عمر لرونکو کسانو په ځانګړي توګه په ښځو کې د پوندو درد ډېر عام وي، چې دې ډول ناروغۍ ته هیل سپر سنډروم (Heel spur syndrome) هم ویل کېږي او ډېر لاملونه لرلی شي.

د میل انلاین د راپور له مخې ډاکتر مارټن وایي چې په عام ډول سره دغه درد دننه پونده یا یې هم تر شا وي یعنې په هغه عضله چې له پونډۍ څخه د پوندې تر هډوکي پورې نښتي وي او ډېر سره د پوندې پر شاوخوا کې وي.

که چېرته دغه درد دننه پونده کې وي Plantar Fasciitis ورته ویل کېږي، چې دغه درد ترټولو عام درد ګڼل کېږي، خو که چېرته درد د پوندې تر شا وي نو بیا ورته Achilles Tendinitis ویل کېږي.

ډاکتر مارټن وایي چې د پوندې تر شا درد په عام ډول د ډېر فشار په سبب وي، چې د پښې نسجونو ته زیان رسوي او شخوالي ور پکې پیدا کوي او دغه درد زیاتره د زخم په سبب رامنځته کېږي او ددې سربېره نور لاملونه هم لرلی شي، نو هغه کسان چې دغه درد لري، داسې بوټونه دې پر پښو کړي چې په پښه کې یې فیټ راشي او په تګ دې ورسره مرسته وکړي.

دغه راز آرام دې وکړي د اړتیا پر وخت دې تګ پرې وکړي، تر پنځلس دقیقو دې د یخ په ذریعه ټکور ورکړي، د درد ضد درمل دې استعمال کړي که چېرته ددې هر څه د پاسه بیاهم تر دوو اوونیو درد و نو ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د قهوې د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیایي کارپوهان د قهوې استعمال په هر حال کې ګټور ګڼي او د روژې په …