کورپاڼه / خبرونه / د عمر اکمل غوښتنه رد شوه، د جريمې ټولې پېسې بايد په يو وخت جمع کړي
عمر اکمل

د عمر اکمل غوښتنه رد شوه، د جريمې ټولې پېسې بايد په يو وخت جمع کړي

د پاکستان کرکټ بورډ يا پي سي بي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي عمر اکمل هغه غوښتنه رد کړه، چې ويلي يې و، چې د جريمې پېسې به هغه په قسطونو کې جمع کړي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، عمر اکمل باندې د لګول شوې جريمې وروسته عمر اکمل له کرکټ بورډ نه غوښتنه کړې وه، چې هغه نه شي کولاى چې ټولې پېسې په يو وخت جمع کړي، نو د جريمې پېسې دې ورته په قسطونو کې کړي.

پاکستان کرکټ بورډ له عمر اکمل نه د سندونو غوښتنه کړې وه، چې د سندونو له کتلو وروسته يې پرېکړه وکړه، چې عمر اکمل کولاى شي چې د جريمې ټولې پېسې په يو وخت کې جمع کړي.

د يادولو وړ ده چې د لوبو نړيوالې محکمې په عمر اکمل ٤.٢ ميليونه او پنځوس زره روپۍ جريمه لګولې وه، د عمر اکمل د يو کال سزا هم د فبرورۍ په مياشت کې ختمه شوې ده.

عمر اکمل د پاکستان کرکټ بورډ د انټي کرپشن اصولو نه سرغړونه کړې وه، چې له امله پرې پاکستان کرکټ بورډ هم درې کاله بندېز لګولى و.

اوس د پاکستان کرکټ بورډ عمر اکمل ته ويلي دي، چې د جريمې يادې پېسې دې ژر تر ژره جمع کړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …