ممبۍ انډينز د روان اى اپي ايل کې دويمه لوبه کې هم کمزورې توپوهنه ترسره کړه چې ١٥٢ منډې يې ترلاسه کړې، بلخوا انډري رسل ٢ اورونه ترسره کړل خو پنځه لوبغاړي يې له مېدانه بهر کړل.
د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) پنځمه لوبه د ممبۍ انډينز او کلکته نايټ رايډرز ترمنځ ترسره کېږي، چې په پيل کې کلکتې پچه وګټله او ممبۍ ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
کلکته نايټ رايډرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې سوريا کمار يادو ٥٦ او روهيت شرما ٤٣ منډې وکړې.
د کلکته نايټ رايډرز له خوا بيا انډري رسل ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي په ٢ اورونو کې ١٥ منډې ورکړې او ٥ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز پاټ کومنز ٢، پراسيد کرشنا، شکېب الحسن او ورون چکرورتي هم ١-١ ويکټ واخيستې.
د يادولو وړ ده چې ممبۍ انډينز په خپله لومړۍ لوبه کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې څخه ماتې خوړلې وه، خو کلکته نايټ رايډرز بيا په خپله لومړۍ لوبه کې سنرايزرز حېدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.