کورپاڼه / سياست او روانې چارې / کابل او ولايتونو کې د روژې له راتګ سره سم د خوراکي توکو بيې اسمان ته پورته شوي
خوراکي توکي

کابل او ولايتونو کې د روژې له راتګ سره سم د خوراکي توکو بيې اسمان ته پورته شوي

نن د افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د روژې مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ وه، خو د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې بيا د خوراکي توکو بيې اسمان ته پورته شوي دي.

هر کال د روژې له راتګ سره سم د کابل په ګډون په ولايتونو کې د هر ډول خوراکي توکو بيې پورته کېږي، خو حکومت يې له کنټرول بې وسه دى.

په کابل او ولايتونو کې د اوړو، بورې، غوړو په ګډون، تازه مېوې او سبزي يا ترکاري د هر څه بيې ډېرې پورته شوي دي، چې بې وزله خلک يې د اخيستو توان نه لري.

ډېر شيان خو داسې دي، چې ان تر پنځه سوه افغانيو پورې يې بيې پورته شوي دي، همدا راز هغه شيان چې مخکې په سل افغانۍ پېدا کېده، اوس درې سوه ته پورته شوي دي او چې په پنځوس افغانۍ پېدا کېده، اوس په دوه سوه افغانۍ خرڅول کېږي.

په کابل او ولايتونو کې بيا ښاروالۍ په دې نه دي توانېدلي، چې په ښارونو کې د خوراکي توکو بيې کنټرول کړي، خلک مجبوره دي چې په لوړو بيو باندې خوراکي توکي وپېري.

دا په داسې حال کې ده چې په متحده عربي اماراتو کې د روژې مياشتې د راتګ سره سم د ٣٠ زره خوراکي توکو بيې راټيټې شوي دي، چې له ٢٥ سلنه څخه واخله ان تر ٧٥ سلنه پورې کمښت پکې راغلى دى.

دا هم ولولئ

اختر

له وزیرستان پرته نن په څلورو نورو هېوادونو کې هم اختر لمانځل کېږي

په سعودي عربستان او ډېری اسلامي هېوادونو کې پرون د شوال میاشت ونه لیدل شوه، …