کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په ٢٠٢١ کال کې يو ځل بيا د جاپان پاسپورټ تر ټولو ارزښتناک او د افغانستان تر ټولو کمزورى دى
پاسپورټ

په ٢٠٢١ کال کې يو ځل بيا د جاپان پاسپورټ تر ټولو ارزښتناک او د افغانستان تر ټولو کمزورى دى

په ٢٠٢١ کال کې د نړۍ د هېوادونو د پاسپورټونو ليسټ يو ځل بيا خپور شوى دى، چې پکې جاپان لومړى او افغانستان بيا تر ټولو وروستى مقام خپل کړى دى.

د هينلى په نوم دا نړيواله اداره چې هر کال د نړۍ د هېوادونو د پاسپورټونو ارزښت ټاکي، په سږکال کې يې هم د جاپان پاسپورټ تر ټولو ارزښتناک پاسپورټ اعلان شوى دى.

د دې ليسټ له مخې، سنګاپور دويم، جرمني او جنوبي کوريا دريم، فنلېنډ، ايټاليه، سپين او ليوګژيم برګ څلورم، اسټريا او ډنمارک پنځم، فرانسې، ايرلېنډ، نيدرلېنډ، پرتګال او سويډن شپږم، بيلجيم، نيوزيلېنډ، سويټزرلېنډ، برېتانيې او امريکا اووم، چيک، يونان، مالټا او ناروي اتم، اسټراليا او کاناډا نهم او هنګري، ليتوانيا، پولېنډ او سلوواکيا په لسم مقام کې قرار لري.

تېر کال بيا نيوزيلېنډ په دويم مقام کې و او ورپسې د فن لېنډ، اسټريا، ليوګژيم برګ، جنوبي کوريا، سويټزرلېنډ، ايرلېنډ، اسټراليا او ډنمارک پاسپورټونه راغلي و.

د جاپان پاسپورټ لرونکي ١٩٣ هېوادونو ته پرته له وېزې سفر کولاى شي، همدا راز د سنګاپور پاسپورټ لرونکي ١٩٢، د جنوبي کوريا او جرمني پاسپورټ لرونکي ١٩١، د ايټاليې، فن لېنډ، سپين او ليوګژيم برګ پاسپورټ لرونکي ١٩٠ هېوادونو ته پرته له وېزې سفر کولاى شي.

افغانستان بيا په دې ليسټ کې تر ټولو  وروستى دى، چې ١١٠م مقام لري او د افغان پاسپورټ لرونکي خلک بيا ٢٦ هېوادونو ته پرته له وېزې سفر کولاى شي.

د يادولو وړ ده چې د پاسپورټونو ارزښت له دې امله ټاکل کېږي، چې د کوم هېواد خلک د وېزې پرته څومره هېوادونو ته سفر کولاى شي.

دا هم ولولئ

وزیرستان اختر

وزیرستان کې نن اختر دی

پرون د شمالي وزیرستان په حیدرخیل سیمه کې شاوخوا شل کسانو د شوال میاشت لیدلې …