کورپاڼه / هنر او کلتور / عامر خان د کرينه کپور سره يو ځاى کار کولو تجربې په اړه وغږېد
کرينه کپور او عامر خان

عامر خان د کرينه کپور سره يو ځاى کار کولو تجربې په اړه وغږېد

د هندي سينما مشهور اداکار عامر خان د مشهورې اداکارې کرينه کپور سره په يو فلم کې ګډ کار کولو تجربې په اړه په يوه مرکه کې خبرې کړې دي.

دواړه مشهور ستوري دا ځل په نوي فلم (لال سينګ چډها) کې راښکاره کېږي، دوى تر دې مخکې په (تهري ايډيټس) فلم کې هم ګډ کار کړى و، چې ډېر مشهور شوى و.

د عامر خان او کرينه کپور دا نوى فلم (لال سينګ چډها) د مشهور هالي ووډ فلم (فوريسټ ګمپ) څخه اخيستل شوى دى، چې هندي ورژن يې دى.

په يوه مرکه کې عامر خان ويلي دي، چې ټوله نړۍ د کورونا سره مخ وه، خو موږ د کورونا تر څنګ بيا له کرينې سره هم مخ و او هڅې مو کولې.

نوموړي وويل، کله چې کرينه کپور اميندواره شوه، نو دا زموږ لپاره يوه بله لانجه وه، داسې فکر وکړئ چې تېزې هوا ته ولاړ و، چې هر چېرته يې روان کړي و، موږ څه نه شو کولاى.

عامر خان د خپل نوي فلم په اړه وويل، چې د فوريسټ ګمپ فلم کيسه زما ډېره خوښه وه، د دې فلم کيسه يوه ډېره په زړه پورې کيسه ده.

نوموړى وايي، ما به کله کله د ډايريکټر سره ټوکې کولې او ورته به مې ويل، چې له کله راهيسې مو د دې فلم ثبت پيل کړى دى، ټول ژوند مو بدل شوى دى، بس هواګانې دي چې له هرې خوا نه راځي او بلې خواته مو وړي، خو اوس دې ته په تمه يو، چې کله به دا فلم ختمېږي.

دا هم ولولئ

ډوین جانسن: په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼلم

د هالیووډ د فلمونو ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن (دی راک) د خپل تېر …