د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو هېوادونو کې نن د روژې لومړۍ ورځ وه، خو په هند او پاکستان کې بيا نن د روژې مياشت ليدل شوې ده او سبا به د روژې لومړۍ ورځ وي.
په دې تړاو د هند لومړي وزير نريندرا مودي هم په ټويټر کې د مسلمانانو لپاره يو ځانګړى پېغام خپور کړى دى او د روژې مياشتې مبارکي يې هم ورکړې ده.
نريندرا مودي په خپل ټويټ کې ليکلي دي، چې روژه موږ ته دا پېغام راکوي چې د بې وزلو او غريبو خلکو خدمت وکړو. نوموړى زياتوي، چې روژه د يووالي، ورورولۍ او زړه سوي په اړه راته وايي.
Best wishes for the holy month of Ramzan. pic.twitter.com/mNlKCFyGlf
— Narendra Modi (@narendramodi) April 13, 2021
له نريندرا مودي پرته د انګلستان لومړي وزير بوريس جانسن هم په ټويټر کې مسلمانانو ته د روژې مياشتې په راتلو مبارکي ورکړې ده.
Ramadan Mubarak to all those observing Islam’s holiest month this year.
I’m afraid that again this year it is necessary to follow the rules to stay safe but I hope this month of fast, prayer and charity brings much peace and reflection to all Muslims.
— Boris Johnson (@BorisJohnson) April 12, 2021
د کاناډا لومړي وزير جيسټن ټروډو هم په خپل ټويټر کې يوه ويډيو خپره کړې ده او مسلمانانو ته يې د روژې مياشتې مبارکي ويلې ده.
هغه خپله ويډيو د سلام څخه پيلوي او وايي چې سږکال کورونا ويروس موږ په روژه کې د يو بل د ليدلو څخه درولى شي، خو دا مسلمانان د اسلامي احکامو د پلي کولو څخه نه شي درولى.
While COVID-19 may keep us from gathering in person this Ramadan, it can’t stop Muslims from celebrating the values at the heart of Islam. To everyone doing that at home and online, Sophie and I are wishing you peace and happiness. Ramadan Mubarak! https://t.co/MHHf86qko8 pic.twitter.com/dLsCLzmTJl
— Justin Trudeau (@JustinTrudeau) April 12, 2021
د امريکا ولسمشر جو بايډن او لومړۍ مېرمن جيل بايډن بيا پرون د ټولې نړۍ مسلمانانو ته د روژې مياشتې د راتګ مبارکي ورکړې وه.