کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راهول چاهار او ټرينټ بولټ ممبۍ ته بايللې لوبه وګټله
راهول چاهار

راهول چاهار او ټرينټ بولټ ممبۍ ته بايللې لوبه وګټله

د ممبۍ انډينز لپاره په وروستيو اورونو کې ټرينټ بولټ او جسپريت بومرا، همدا راز راهول چاهار ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او بايللې لوبه يې ممبۍ انډينز ته وګټله.

په وروستيو ٤ اورونو کې د کلکته نايټ رايډرز توپوهونکو ٢٠ منډې وکړې او ٣ لوبغاړي يې له لاسه ورکړل، په وروستيو ٣ اورونو کې هېڅ باونډري ترلاسه نه شوه.

د اى پي ايل پنځمه لوبه ممبۍ انډينز د ١٠ منډو په توپير وګټله، چې په روان ليګ کې يې دا لومړۍ بريا ده. د لوبې په پيل کې کلکتې پچه ګټلې وه او ممبۍ ته يې د توپوهنې بلنه ورکړې وه.

ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٢ منډې کړې وې، چې له سوريا کمار يادو ٥٦ او روهيت شرما ٤٣ منډې کړې وې.

د کلکته نايټ رايډرز له خوا بيا انډري رسل په ٢ اورونو کې د ١٥ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي سوځولي و او پاټ کومنز بيا ٢ ويکټې اخيستې وې.

د ١٥٣ منډو هدف په تعقيب کې کلکته نايټ رايډرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٢ منډې وکړې او د ١٠ ويکټو په توپير يې لوبه بايلوده.

د دوى له خوا نيتيش رانا ٥٧ او شوبمن ګيل ٣٣ منډې وکړې، دا دواړه چې پيليز توپوهونکي و، له دوى وروسته هېڅ توپوهونکى په دې ونه توانېده چې ان لس منډې هم ترلاسه کړي.

د ممبۍ انډينز له لوري راهول چاهار ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٤ لوبغاړي يې وسوځول او ټرينټ بولټ بيا ٢ ويکټې واخيستې.

د يادولو وړ ده چې ممبۍ انډينز په خپله دويمه لوبه کې لومړۍ بريا خپله کړه، خو کلکته نايټ رايډرز بيا په دويمه لوبه کې لومړۍ ماتې سره مخ شوه.

د اى پي ايل شپږمه لوبه به سبا د اپريل په ١٤مه نېټه د سنرايزرز حېدراباد او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شي، دا لوبه د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي، چې درې افغان لوبغاړي هم پکې شته.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …