په اى پي ايل کې نن د کلکته نايټ رايډرز د لوبې له بايللو وروسته د يادې لوبډلې مالک شاه رخ خان په ټولنيزو رسنيو کې له مينه والو بخښنه وغوښته.
د شاه رخ خان لوبډلې کلکته نايټ رايډرز نن د ممبۍ انډينز پر وړاندې دويمه لوبه ترسره کړه، چې د ١٠ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.
په ياده لوبه کې ممبۍ انډينز د ١٥٣ منډو هدف ټاکلى و، خو کلکته نايټ رايډرز ياد هدف پوره نه کړاى شو، په وروستيو ٤ اورونو کې کلکتې يوازې ٢٠ منډې وکړې او ٣ لوبغاړي يې له لاسه ورکړل.
په وروستيو کې ښکارېده چې ياده لوبه به ډېر په اسانۍ سره کلکته وګټي، خو راهول چاهار، ټرينټ بولټ او جسپريت بومرا ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ممبۍ انډينز ته يې بريا ورپه برخه کړه.
د لوبې له بايللو وروسته د يادې لوبډلې مالک شاه رخ خان هم په ټويټر کې يو ټويټ کړى دى او د لوبغاړو په پرفارمنس خپه شوى دى، همدا راز دا يې هم ليکلي دي چې کلکته نايټ رايډرز لوبډله د ټولو مينه والو څخه بخښنه غواړي.
Disappointing performance. to say the least @KKRiders apologies to all the fans!
— Shah Rukh Khan (@iamsrk) April 13, 2021