د مصر يوه الوتکه چې له کاناډا څخه قاهرې ته روانه وه، د سفر پر مهال پکې د يوې ښځې ماشوم زېږېدلى دى، چې په الوتکه کې د طب يوې زده کړيالې يې په زېږېدو کې مرسته کړې ده.
په راپور کې ويل شوي دي، چې کله دا الوتکه د کاناډا له انجامينا هوايي ډګر څخه قاهرې ته روانه شوه، نو په الوتکه کې د يوې ٢٧ کلنې حامله ښځې حالت خراب شو، چې کلثومه محمد نومېده.
پېلوټانو په دې اړه د هوايي ټرافيک کنټرول ادارې ته معلومات ورکړل، چې هغوى ورته په مصر کې په اسوان هوايي ډګر د کېناستو لارښوونه وکړه.
خو د سفر پر مهال د الوتکې کارمندانو د يادې ښځې سره مرسته وکړه او په الوتکه کې يې د طب يوه زده کړياله ليلا محمد ابوبکر پېدا کړه، چې هغې ورسره د ماشوم په زېږولو کې مرسته وکړه.
هغه مهال چې دغه ښځې ماشوم وزېږاوه، الوتکه د سوډان په فضا کې روانه وه، چې د کارمندانو او ليلا محمد ابوبکر په مرسته هر څه په سمه توګه ترسره شو.
کله چې الوتکه د اسوان په هوايي ډګر کېناسته، نو مور او ماشوم په عاجل ډول روغتون ته ورسول شول، چې د دواړو روغتيايي حالت ښه دى.
د يادې الوتکې شرکت د طب زده کړيالې ليلا محمد ابوبکر څخه د دې مرستې مننه هم کړې ده.