کورپاڼه / روغتيا / نوى اپليکېشن چې په ٣ دقيقو کې د سترګو له لارې د کورونا تشخيص کوي
اپليکېشن

نوى اپليکېشن چې په ٣ دقيقو کې د سترګو له لارې د کورونا تشخيص کوي

په ميونيخ کې يو شرکت يو داسې اپليکېشن جوړ کړى دى، چې يوازې په ٣ دقيقو کې د سترګو له لارې د کورونا ويروس تشخيص کوي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د ميونيخ ياد شرکت د سترګو له لارې د کورونا د تشخيص دې اپليکېشن ته ډېر هيله من دى او وايي چې ډېر ګټور به ثابت شي.

د دغه شرکت مسوولين وايي، چې د دوى په جوړ شوي اپليکېشن کې سترګې سکېن کېږي او په دوه يا درې دقيقو کې بيا د کورونا ويروس پايله اعلانوي.

د سيمک ار ايف شرکت اجراييوي رييس ډايريکټر وولف ګروهر وايي، چې دا اپليکېشن دوى په امريکا کې د يو شمېر کسانو سره په ګډه جوړ کړى دى او که د اپليکېشن د استعمالولو اجازه ورکړل شي، نو په راتلونکې مياشت کې به يې خلک وکارولى شي.

نوموړى زياتوي، چې دا اپليکېشن د ځيرک موبايل له لارې د سترګې عکس اخلي او بيا هغه د (پينک ايي) ټېکنالوژۍ په مرسته يې تشخيص کوي.

هغه وايي، چې په دې اپليکېشن کې تر ٧٠ زرو څخه زيات ټېسټونه شوي دي، په يوه ثانيه کې له يو ميليون څخه زيات ځلې سکېن کوي، دا اپليکېشن د فوټبال لوبو او کنسرټونو پر مهال د خلکو د کورونا ټېسټونو لپاره کارول کېدى شي.

وولف ګروهر وايي، چې تاسې د اپليکېشن ترلاسه کولو وروسته د خپلو دواړو سترګو عکس ولېږئ، چې پايله به يې د يو کيو ار کوډ په ډول ستاسې ځيرک موبايل ته درولېږل شي.

هغه دا هم وويل، چې دا اپليکېشن اوسمهال شرکتونو ته د ٤٨٠ يورو په بدل کې ورکول کېږي.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …