د ټولنيزو رسنيو مشهورې ټولنيزې وېبپاڼې فېسبوک د روژې مياشتې له راتګ سره سم يو نوى کمپاين پيل کړى دى، چې د مسلمانانو لپاره ښه خبر دى.
د فېسبوک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د روژې مياشتې له راتګ سره سم يې د (ښې مياشتې) يا #MonthOfGood په نوم کمپاين پيل کړى دى.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د دې کمپاين هدف دا دى چې د روژې مياشتې اهميت او ګټې خلکو ته بيان کړل شي او همدا راز کاروونکي ښو کارونو ته وهڅول شي، تر څو د ټولنيز واټن ساتلو سره ښه کارونه وکړي.
د فېسبوک شرکت همدا راز وايي، چې د مقدسې مياشتې (روژې) د راتګ سره يې په وټساپ کې نوې سټيکرې هم جوړې کړې دي او همدا راز په انسټاګرام کې يې هم د (ښې مياشتې) کمپاين پيل کړى دى.
له دې پرته فېسبوک په مسينجر کې هم د روژې مياشتې په تړاو نوې سټيکرې زياتې کړي دي، چې په مسينجر کې يو بل ته لېږل کېدلى شي.
فېسبوک په يوه ليکنه کې دا هم ويلي دي، چې تېر کال يې د Happy Ramadan کمپاين پيل کړى و، چې پکې تر ٢٠ ميليونو زيات پوسټونه خپاره شوي و او همدومره تبصرې هم شوې وې.
دغه شرکت وايي، چې تېر کال د اختر په لومړۍ ورځ د دوى اپليکېشن وټساپ کې د ويډيويي زنګونو کچه هم زياته شوې وه. دوى وايي، چې د کورونا خنډونو پرته هم دوى غواړي چې خلک دې ته وهڅوي چې يو بل سره مرسته وکړي.