کورپاڼه / هنر او کلتور / کپل شرما د يوې خپرونې ٥ ميليونه روپۍ اخلي
دي کپل شرما شو

کپل شرما د يوې خپرونې ٥ ميليونه روپۍ اخلي

د هند د مشهورې ټلويزيوني خپرونې (دي کپل شرما شو) چلوونکى او مشهور کوميډين کپل شرما د راتلونکي پړاو خپرونې لپاره خپلې پېسې زياتې کړې دي او ويل کېږي چې له دې وروسته به نوموړي ته د يوې خپرونې په سر ٥ ميليونه هندي روپۍ ورکول کېږي.

د بالي ووډ لايف وېبپاڼې د کپل شرما او د يادې کوميډي خپرونې د نورو اداکارانو د پېسو په اړه يوه ليکنه خپره کړې ده، چې د ټولو د پېسو معلومات يې شريک کړي دي.

په دغه ليکنه کې ويل شوي دي، چې کپل شرما ته تراوسه پورې د يوې خپرونې له ٣٠ څخه تر ٣٥ لکه يا ٣ نه تر ٣.٥ ميليونه روپيو پورې ورکول کېدې، خو د راتلونکې پړاو خپرونو لپاره به نوموړي ته د يوې خپرونې په بدل کې ٥ ميليونه هندي کلدارې ورکول کېږي.

همدا راز په دغه خپرونه کې کرشنا ابيشيک ته د يوې خپرونې لپاره ١ ميليون شاوخوا روپۍ ورکول کېږي، چندن پرباکر چې په خپرونه کې د چاى غرفه لري، هغه ته د يوې خپرونې په بدل کې ٧٠٠ زره روپۍ ورکول کېږي.

په دغه خپرونه کې کيکو شاردا ته بيا ٥٠٠ زره روپۍ او شمونا چکرورتي، چې په خپرونه کې په کپل شرما مينه وي، هغې ته ٦٠٠ زره روپۍ ورکول کېږي.

همدا راز د کيکو شاردا د مېرمنې رول لوبونکې بهارتي سينګ ته بيا د يوې خپرونې په بدل کې ١ ميليون هندي کلدارې ورکول کېږي او ارچنا پورن سينګ چې د داورې په توګه هلته ناسته وي، هغې ته هم ١ ميليون روپۍ ورکول کېږي.

دا هم ولولئ

دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

رسامي د نړۍ په کچه د میلونونو په شمېر مینوال لري، خو له امریکا څخه …