کورپاڼه / اسلام / د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت او مستحب عملونه

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت او مستحب عملونه

روژه له ټولو عبادتونو څخه غوره عبادت دی، چې اجر او ثواب یې الله تعالی ورکوي او په اړه یې یوازې الله تعالی پوهېږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

(( الله تعالی فرمایي: د آدم علیه د اولادې هر عمل پرته له روژې د هغه لپاره دی، ځکه چې روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم)).

د رمضان د میاشتې روژې نیول د دین له ستنو څخه یوه ستن ده او هر مسلمان ته پکار ده چې خپلو روژو ته پاملرنه وکړي، فرض وي که نفل ټولو روژو ته دې تیاری ونیسي ترڅو الله تعالی یې پوره ثواب درکړي، په روژه کې ځینې سنت اعمال دي چې ځینې به یې دلته بیان کړو:

  • که چېرته چا درته کنځل وکړه، جنګ یې وکړ یا یې بد چلند درسره وکړ، ورته ووایه چې زما روژه ده.

  • د روژې لپاره پیشلمی سنت دی او پیشلمي کې برکت وي.

  • روژه په اول او پیشلمی په آخر وخت کې سنت دی.

  • په تازه خرما د روژې ماتول سنت دي، که تازه نه وي په عامو خرماوو روژه ماته کړئ او دا هم نه وي په اوبو یې ماته کړئ.

  • روژه نیوونکې ته په ماښامي دا دعا لوستل مستحب دي: (( ذَهَبَ الظَّمَأُ ، وَابْتَلَّتِ الْعُرُوْقُ، وَثَبَتَ الْأَجْرُ إِنْ شَاءَ اللهُ ))

  • په روژه کې ډېرې دعاوې کول مستحب دي.

ځینې نور مستحب کارونه:

  • په جومات کې تلاوت کول

  • په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف

  • تراویح کول

  • صدقه او خیرات کول

  • قران کریم تکرارول

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …