کورپاڼه / جالب / شهزاده فلیپ د فضایي مخلوق او د هغوی بېړیو سر سخت مینوال و

شهزاده فلیپ د فضایي مخلوق او د هغوی بېړیو سر سخت مینوال و

د انګلستان د ملکې خاوند شهزاده فلیپ چې څو ورځې وړاندې مړ شو، نه یوازې دا چې د شاهي کورنۍ سره د اړیکې د لرلو په سبب مشهور و، بلکې نوموړي پر فضایي مخلوق او د دوی پر بېړیو یې هم باور درلود.

ویل کېږي چې شهزاده فلیپ د فضایي مخلوق پر بېړیو لیکل کېدونکي موضوع چې ۱۹۵۵ کال په درې میاشتنۍ مجله (فلاینګ ساسر ریویو) کې خپرېده، په منظم ډول سره لوستله.

د نوموړی په کتابتون کې په دې اړه ډېر زیات کتابونه ول او له فضایي مخلوق او د هغوی له بېړیو سره یې لېوالتیا له دې معلومه کړئ، چې خپل پخواني مرستیال سر پیټر هارسلي ته یې دنده سپارلې وه، ترڅو د فضایي مخلوق په اړه راپورونه راټول کړي.

د انګستان د (دی سن) ورځپاڼې له مخې ویل کېږي چې له فضایي مخلوق سره لېوالتیا شهزاده فلیپ ته د هغه له تره لارډ ماونت بیټن څخه ور پاتې وه.

ویل کېږي لارډ ماونت بیټن هم د فضایي مخلوق ډېر مینوال و او په ۱۹۵۵ کال یې یو رسمي راپور لیکلی و، چې له مخې یې ویل کېدل چې په رومسی او هیمپشایر کې یو طلایي رنګه فضایي بېړۍ ښکته شوې وه، چې دغه راپور د نوموړي تر مرګ (۱۹۷۹) کاله پورې پټ ساتل شوی و او له هغې وروسته خپور شو.

دا هم ولولئ

په مراکش کې یوې ښځې په یوځای نهه ماشومان زېږولي

د مراکش په یو روغتون کې د یوې ښځې نهه ماشومان زېږېدلي، چې کورنۍ ورته …