کورپاڼه / روغتيا / د روژې په مبارکه میاشت کې له سر دردۍ څه ډول ځان وژغورو؟

د روژې په مبارکه میاشت کې له سر دردۍ څه ډول ځان وژغورو؟

د روژې د مبارکې میاشتې په لومړیو ورځو کې په عموم کې له غرمې یا ماښامي څخه دمخه په ناڅاپي ډول مو پر سر درد راځي، چې بیا یې په سبب انسان پر یو شي تمرکز نه شي کولی او وخت یې ضایع کېږي، چې روغتیایي کارپوهانو یې ځینې لاملونه څرګند کړي:

  • د روژې په میاشت کې د خوب کولو او راپورته کېدلو ناڅاپي بدلون، چې د سر درد دوه برابره ډېروي.

  • په وینه کې د کافینو ناڅاپي کمښت

  • د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو په معیار او مقدار کې بدلون

  • پیشلمی پرېښول او د لوږې احساس

  • له ماښامي وروسته د ډېرو اوبو په څښلو کې بې پروایي کول، چې د بدن د اوبو کمښت، قبض او سر درد رامنځته کوي.

  • لوږه، تنده، په تمرکز کې ستونزې، ستړیا او د زړه درزا ډېرېدل.

  • د روژې په میاشت کې د وینې د فشار کچه ټیټېدل.

د روژې په میاشت کې به څه ډول له سر دردۍ ځان ژغورو؟

د روژې په مبارکه میاشت کې د سر درد له پیدا کېدو څخه د ژغورلو لپاره روغتیایي کارپوهانو ځینې لارښوونې کړي دي:

  • د ګرمو مشروبات یا څښاکو لکه د کافي او چایو کم استعمال

  • له ډېرو سګریټو څکولو څخه ځان ساتنه

  • د ورځې پرمهال د خوراک کچه ورو ورو کمه کړئ، دا له روژې مخکې باید شوي وای.

  • د روژې د عادت اخیستلو باید له روژې مخکې لږ پرهیز شوی وای.

  • په بدن کې د اوبو له کمښت څخه د ځان ساتلو لپاره باید له ماښامي وروسته ښه اوبه وڅښل شي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …