کورپاڼه / جالب / یوې ځوانۍ انجلۍ د سترګو پر غاټکي ټاټو جوړ کړی، خو پایله یې څه وه؟

یوې ځوانۍ انجلۍ د سترګو پر غاټکي ټاټو جوړ کړی، خو پایله یې څه وه؟

هسې خو د بدن په نورو برخو هر څوک ټاټو جوړوي، خو دغې موډلې د سترګو په غاټکو ټاټو جوړ کړی او داسې پایله یې ورکړې چې په اورېدو به یې د وېرې احساس وکړئ.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې د امریکا د ټیکساس ایالت د ایل پیسو د ښار شپږ ویشت کلنې انجلۍ (سارا سبات) د سترګو په غاټکي ټاټو جوړ کړی و، چې تر ډېره وخته له نظر څخه محرومه وه، اوسمهال یې شیان لیدلی شو خو د پخوا په شان یې روښانه نه شي لیدلی.

د راپور له مخې ویل کېږي، چې سارا سبات له دې هر څه سره بیاهم وایي چې پر غاټکي د ټاټو پر جوړولو پښېمانه نه ده، بلکې د خوشحالۍ احساس کوي.

سارا سبات د خپلې خوشحالۍ علت څرګندوي او وایي چې د سترګو دغه تکلیف نوره هم پیاوړې کړه او له ټاټو جوړولو وروسته یو وخت داسې هم و چې هیڅ شی یې نه شول لیدلی.

دی زیاتوي چې هغه وخت یې په تیاره کې یو څه لیدل کولی شول، خو په رڼا کې ورته سترګې پرانیستل هم ستونزمن ول او د سخت تکلیف څخه تېرېده، خو اوسمهال یې سترګې ښه شوي.

د یادولو وړ ده چې سبارا سبات د بدن په نوي سلنه برخو ټاټو جوړ کړی او تر څلور زره ډالرو مصرف یې پرې کړی.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …