کورپاڼه / ليکنې / درې هغه عامې تېروتنې چې په روژه کې یې ترسره کوو

درې هغه عامې تېروتنې چې په روژه کې یې ترسره کوو

د خوراک او څښاک په توکو کې اسراف کول: له اړتیا څخه ډېر شیان اخیستل یا پیسې مصرفولو ته اسراف وایي، د روژې په میاشت کې وینو کې ډېری مسلمانان رنګا رنګ مېوې او نور خوراکي توکي اخلي چې اکثره یې د اسراف ښکار کېږي او د اسراف حد بیا هغه وخت معلومېږي کله چې د کور میرمنې او خویندې ټول ورځ یې په تیارولو ستړي شي.

لکه څنګه چې روژه د عبادت، ریاضت او مبارزې میاشت ده، ن په دې میاشت کې باید روژه نیوونکی د لوږې، تندې، غریبۍ او فقر احساس وکړي، نو که چېرته یو څوک شتمن وي خپل شته او خوراکونه دې له غریبو سره شریک کړي او له بې ځایه اسراف دې ځان وساتي، ځکه چې الله تعالی اسراف کوونکي نه خوښوي: (وكلوا واشربوا ولا تسرفوا إنه لايحب المسرفين))

له چاسره چې روژه ماتی کوئ د هغوی په حق کې دعا نه کول: ځینې روژه نیوونکي هغه چاته دعا نه کوي چې روژه یې ورسره ماته کړي او دا سنت طریقه ده که چېرته کوم مسلمان له چاسره روژه ماته کړي باید د خیر دعا ورته وکړي.

د روژې په میاشت کې له خپلې میرمنې سره یوځای والی حرام ګڼل: ځینې کسان داسې فکر کوي چې د روژې په میاشت کې له خپلې میرمنې سره یوځای کېدنه روا نه ده.

دا او دې ته ورته فکرونه اسلام غلط ګڼلي او باید ترې لاس واخلو، ځکه چې له میرمنې سره یوځای والی یوازې د ورځې لخوا منع شوي او د شپې لخوا حلال ګڼل شوې، الله تعالی فرمایي: (أحل لكم ليلة الصيام الرفث إلى نسائكم، هن لباس لكم وأنتم لباس لهن) ژباړه: ما د روژې په شپو کې ستاسو لپاره له خپلو میرمنو سره یوځای والی حلال ګرځولی، هغه ستاسو لباس یا جامه ده او تاسې د میرمنو لباس یا جامه یئ.

دا هم ولولئ

کله چې له علي رضي الله عنه څخه د یوې پوښتنې لس بېلابېل ځوابونه وغوښتل شول

لس نفره یوځای حضرت علي رضي الله عنه ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه …