د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) شپږمه لوبه نن د سنرايزرز حېدراباد او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، دا لوبه چې په چيناى کې ترسره کېږي د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.
په روان ليګ کې د دواړو لوبډلو دويمه لوبه ده، رايل چېلنجرز بېنګلور په لومړۍ لوبه کې ممبۍ انډينز ته ماتې ورکړې وه، خو سنرايزرز حېدراباد بيا د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې څخه ماتې خوړلې وه.
په تېر پړاو ٢٠٢٠ کال کې رايل چېلنجرز بېنګلور او سنرايزرز حېدراباد ٣ لوبې ترسره کړې وې، چې په لومړۍ لوبه کې بېنګلور د ١٠ منډو په توپير بريا خپله کړې وه، خو په نورو دوه لوبو کې بيا حېدراباد د ٥ او ٦ ويکټو په توپير برياوې خپلې کړې وې.
د سنرايزرز حېدراباد په لومړۍ لوبه کې راشد خان او محمد نبي هم لوبېدلي و، چې دواړه تر نورو توپ اچونکو ښه ځلېدلي و او ٢-٢ لوبغاړي يې سوځولي و.
نن بيا هم دا امکان ډېر دى، چې د راشد خان تر څنګ محمد نبي ته هم د لوبېدو چانس ورکړل شي، خو د مجيب الرحمان په اړه خبره په شک کې ده.
احتمالي لوبډلې:
سنرايزرز حېدراباد: ډيويډ وارنر، وريديمان ساها، منيش پانډى، جوني بيريسټو، عبدالصمد، محمد نبي\جېسن هولډر، ويجى شنکر، راشد خان، بوينشور کمار، سنديپ شرما او ټي ناټاراجن.
رايل چېلنجرز بېنګلور: ديودت پاډيکال، ويراټ کوهلي، واشينګټن سندر، اې بي ډيويليرز، ګلين ميکسويل، دان کريسچين، شهباز احمد، کيلي جيميسون، هرشل پټيل، يوژيندرا چاهل او محمد سراج.